د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د شورا غړي عینالزمان د بلوچستان له دیني علماوو، قومي مشرانو او ولس څخه غوښتي چې د پاکستان د پوځ په ملاتړ له جوړېدونکو امن کمېټو سره یوځای نهشي.
عینالزمان، چې ځان د بلوچستان اوسېدونکی معرفي کوي، د جمعې په ورځ د یوه ویډیويي پیغام له لارې ادعا وکړه چې ټيټيپي د پاکستان د پوځ پر ضد خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او پوځ د خپلو امنیتي ناکامیو له امله وارخطا شوی دی. هغه تور پورې کړ چې پاکستاني چارواکي د خپلو ستونزو د پټولو لپاره پر ګاونډیو هېوادونو تورونه لګوي او کله ناکله هوايي بریدونه هم ترسره کوي.
نوموړي همداراز ادعا وکړه چې د پاکستان پوځ د «امن کمېټو» تر نوم لاندې د سیمو خلک د ټيټيپي پر ضد جګړې ته هڅوي. هغه له دیني علماوو او قومي مشرانو وغوښتل چې خلک له دغو کمېټو سره له یوځای کېدو راوګرځوي او د پوځ او ټيټيپي ترمنځ شخړه کې یې ښکېل نهکړي.
عینالزمان وویل، د بلوچستان او پښتني سیمو خلک باید د پوځ له هغو هڅو ځان وساتي چې د ده په وینا، د امن کمېټو او ولسي لښکرو په نوم ترسره کېږي. هغه دا ادعا هم وکړه چې پوځ د خپلو استازو او نفوذي کسانو له لارې هڅه کوي د ولس ذهنیت بدل کړي.
بلخوا، پاکستاني چارواکي تر دې وړاندې څو ځله ادعا کړې چې په پاکستان کې د وسلهوالو بریدونو ځینې عاملان له افغانستان څخه فعالیت کوي، خو افغان طالبانو بیا په وار وار ویلي چې د پاکستان امنیتي ستونزې د هغه هېواد کورنۍ مسئله ده او افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد د فعالیتونو لپاره ونهکارول شي.
لیکوال:سعید سمیر








