TOOSnews
اعلان
تورهان صالح د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام نوى استازى وټاكل شو.
نړۍټوس نیوز

تورهان صالح د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام نوى استازى وټاكل شو.

۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

تورهان صالح د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د افغانستان لپاره د نوي مقیم استازي په توګه خپله دنده پیل کړې ده.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د پنجشنبې په ورځ (د جولای ۱۶مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې صالح د جولای له ۱۵مې راهیسې په کابل کې د دغه پروګرام د مقیم استازي په توګه خپلې رسمي دندې پیل کړي دي.

د اعلامیې له مخې، تورهان صالح تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د عربي هېوادونو لپاره په سیمه‌ییز دفتر کې د لوړپوړي سلاکار په توګه دنده ترسره کوله او د ملګرو ملتونو د سوله‌ساتو او ځانګړو سیاسي ماموریتونو له پای ته رسېدو وروسته یې د انتقال په چارو تمرکز درلود.

نوموړي د ۲۰۲۳ کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر مارچ پورې د UNDP د بحرانونو د ادارې د مرستیال رییس په توګه هم دنده ترسره کړې او د بحرانونو د مدیریت، بشري مرستو، تمویل او پراختیايي پالیسیو په برخو کې یې فعالیت کړی دی.

صالح له دې مخکې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ په ایتوپیا کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د مقیم استازي په توګه هم دنده ترسره کړې وه. هغه په ۱۹۹۷ کال کې له UNDP سره یوځای شوی او د ملګرو ملتونو په بېلابېلو ادارو کې یې مهمې دندې ترسره کړي دي.

هغه خپله مسلکي دنده له یونیسف سره پیل کړې، په ګانا او اریتریا کې یې کار کړی او د سویلي افریقا د لومړني هېوادني پروګرام په جوړولو کې یې هم ونډه اخیستې ده.

تورهان صالح د امریکا له کورنل پوهنتون څخه د سیاسي اقتصاد په برخه کې د لیسانس، د پرینسټن پوهنتون څخه د عامه چارو په برخه کې د ماسټرۍ سند لري او د اکسفورډ پوهنتون په کریسټ چرچ کالج کې یې د فلسفې، سیاست او اقتصاد زده‌کړې هم کړي دي.

ملګرو ملتونو د نوموړي د ټاکنې موخه په رسمي ډول نه ده څرګنده کړې، خو UNDP په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د کمولو، د خلکو د معیشت د پیاوړتیا او د اوږدمهاله پراختیايي پروګرامونو د ملاتړ لپاره فعالیت کوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.