ترکیه به د دویم ځل لپاره د ناټو د شمالي اتلانتیک تړون د مشرانو د غونډې کوربهتوب وکړي. دغه دوه ورځنۍ غونډه به د ترکیې په پلازمېنه انقره کې ترسره شي؛ حال دا چې تر دې وړاندې په ۲۰۰۴ کال کې د دې ائتلاف د مشرانو غونډه په استانبول کې جوړه شوې وه.
د ترکیې او ناټو ترمنځ ستراتیژیکه ملګرتیا په ۱۹۵۲ کال کې د دې هېواد له یوځای کېدو سره پیل شوه او په تېرو لسیزو کې د امنیتي بحرانونو، سیمهییزو بدلونونو او جیوپولیټیکو ترینګلتیاوو تر اغېز لاندې پراختیا موندلې ده.
سره له دې چې ترکیې له وخت ناوخته د ناټو له ځینو غړو هېوادونو سره اختلافات لرلي، خو د دې ائتلاف په امنیتي جوړښت کې یې خپل مهم ځای ساتلی دی. ترکیه په سیمهییزو بدلونونو او دفاعي همکاریو کې د ناټو له اغېزناکو غړو څخه یوه ګرځېدلې ده.
په انقره کې د ناټو د مشرانو د غونډې جوړېدل د دې ښکارندويي کوي چې ترکیه غواړي د اروپا په نوي امنیتي جوړښت کې لا فعال رول ولوبوي او د ناټو د همکاریو په چوکاټ کې د خپل دفاعي صنعت له ظرفیتونو څخه پراخه ګټه واخلي.
خو ترکیه څنګه ناټو ته ورګډه شوه او د لسیزو په اوږدو کې د دې هېواد او دغه ائتلاف اړیکو کومه لاره ووهله؟
په ۱۹۵۲ کال کې د ترکیې د ناټو غړیتوب
د ناټو د شمالي اتلانتیک تړون سازمان د ۱۹۴۹ کال د اپرېل په ۴مه نېټه په واشنګټن کې د یوه تړون په لاسلیکولو سره جوړ شو. ترکیه چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال بېطرفه پاتې شوې وه، د جګړې له پای وروسته په چټکۍ سره د لوېدیځ امنیتي جوړښتونو ته نږدې شوه.
د دې بدلون یو مهم لامل د شوروي اتحاد له خوا د ترکیې د تنګي سیمو کې د پوځي اډو د جوړولو غوښتنو په اړه د انقرې اندېښنې وې. همدې موضوع ترکیه دې ته وهڅوله چې له لوېدیځو هېوادونو سره خپلې امنیتي اړیکې پیاوړې کړي.
ترکیې د کوریا د جګړې پر مهال، چې په ۱۹۵۰ کال کې پیل او درې کاله یې دوام وکړ، څلور پوځي لواوې دې جګړې ته ولېږلې. دې اقدام د ناټو غړو هېوادونو ته مهم سیاسي پیغام ورکړ او د ترکیې د غړیتوب پر لور یو ګام وبلل شو.
د ۱۹۵۲ کال د فبروري په ۱۸مه، ناټو د لومړي ځل لپاره د پراختیا بهیر پیل کړ او ترکیه او یونان د دې تړون غړي شول. له دې غړیتوب سره، ترکیه د سړې جګړې په دوره کې د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول د لوېدیځ امنیتي جوړښت برخه شوه.
۱۹۵۵ کال هم د سړې جګړې په تاریخ کې یو مهم کال و؛ ځکه لوېدیځ جرمني ناټو ته ورګډ شو او شوروي اتحاد د دې اقدام په غبرګون کې له خپلو متحدینو سره د وارسا تړون جوړ کړ. په دې دوره کې ترکیه د ختیځ بلاک پر وړاندې د لوېدیځې جبهې له مهمو غړو څخه وګرځېده.
لیکواله:سلیمه آریایي








