د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان لوړپوړي چارواکي به د دوشنبې په ورځ په استانبول کې د «مکې ګډ دفاعي تړون» د لومړنۍ درې اړخیزې غونډې لپاره سره راټول شي.
په دې غونډه کې به د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیران او د پوځ لوی درستیزان ګډون وکړي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، چې نړیوال امنیتي موضوعات به د غونډې د اجنډا مهمه برخه وي.
د «مکې ګډ دفاعي تړون» د اګست په ۷مه د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوی و. د تړون له مخې، که د درې واړو هېوادونو له ډلې پر یوه وسلهوال برید وشي، دا به پر ټولو درېیو هېوادونو د برید په توګه ګڼل کېږي؛ هغه اصل چې د ناټو د پنځمې مادې له ګډ دفاعي اصل سره ورته والی لري.
تمه ده په استانبول کې د درې اړخیزو خبرو پر مهال د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا، د وسلهوالو ځواکونو ترمنځ د همغږۍ زیاتولو او د دفاعي صنعت په برخه کې د ګډې همکارۍ د پراختیا په اړه بحث وشي.
د تړون د همکارۍ په چوکاټ کې د وسلو او پوځي تجهیزاتو ګډ تولید او پراختیا هم شامله ده.
لیکوال:سعید سمیر








