د ترکیې سیاسي فضا وروسته له هغې نوې ترینګلتیا ته دننه شوې چې د بلوا ضد پولیسو په انقره کې د جمهوريپال ولسي ګوند پر مرکزي دفتر یرغل وکړ. راپورونه ښيي چې امنیتي ځواکونو د اوښکې بهوونکي ګاز او د امنیتي خنډونو په ماتولو سره د ګوند ودانۍ ته ننوتل.
دغه پېښه د مې په ۲۴مه وروسته له هغې رامنځته شوه چې د انقرې استیناف محکمې د جمهوريپال ولسي ګوند د ۲۰۲۳ کال د داخلي کانګرس پایلې باطلې اعلان کړې. دغې محکمې د ګوند یو شمېر لوړپوړي چارواکي، د اوسني مشر اوزګور اوزل په ګډون، له خپلو دندو لرې کړل.
د دې پرېکړې له مخې، د ګوند پخوانی مشر کمال قلیچداراوغلو په موقتي ډول یو ځل بیا د ګوند مشري پر غاړه اخیستې ده. هغه په وروستیو ولسمشریزو ټاکنو کې له رجب طیب اردوغان څخه ماته خوړلې وه.
جمهوريپال ولسي ګوند دا پرېکړه غیرقانوني او سیاسي انګېزه لرونکې بللې او دا یې «د ګوندونو په داخلي چارو کې لاسوهنه» ګڼلې ده. بلخوا، له سیمې خپاره شوي انځورونه ښيي چې امنیتي ځواکونه د ودانۍ د ننوتلو پر مهال د ګوند د یو شمېر پلویانو له مقاومت سره مخ شوي دي.
دې تحولاتو د ترکیې دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي او یو ځل بیا یې په دې هېواد کې د قضایي قوې د خپلواکۍ او د ډیموکراسۍ د وضعیت په اړه بحثونه راپارولي دي. هممهاله، د ترکیې مالي بازارونو هم دغو پېښو ته غبرګون ښودلی او په بازارونو کې د اندېښنې او بېثباتۍ نښې لیدل شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








