TOOSnews
اعلان
د فرانسې په کان ښار کې د موټر په برید کې دوه افغان وګړي وژل شوي.
نړۍټوس نیوز

د فرانسې په کان ښار کې د موټر په برید کې دوه افغان وګړي وژل شوي.

۷ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د فرانسې د نورماندي سیمې په کان ښار کې د یوه موټرچلوونکي له‌خوا پر یو شمېر پلي کسانو د قصدي موټر وهلو په پېښه کې د افغانستان دوه وګړي وژل شوي او ۹ نور کسان ټپیان شوي دي. دا پېښه د چهارشنبې په ماښام، د وږي پر ۴مه، د کان ښار د اورګاډي تمځي ته نږدې رامنځته شوې ده.

د فرانسوي ورځپاڼې «لوموند» د راپور له مخې، پېښه د کان د اورګاډي تمځي ته نږدې له یوې شخړې وروسته پیل شوې ده. پولیسو ویلي، چې موټرچلوونکی د کان په بندر کې له څو کسانو سره تر شخړې او وهلو ټکولو وروسته له سیمې وتلی و، خو څو شېبې وروسته بېرته په موټر هغه سیمې ته راستون شوی.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، موټرچلوونکي له راستنېدو وروسته د بسونو ځانګړې لارې ته ننوت او خپل موټر یې په قصدي ډول هغو کسانو پر لور ورساوه چې د بس تمځي ته نږدې ولاړ وو. په پایله کې یې ګڼ کسان ووهل او دوه کسان ووژل شول.

د قربانیانو له ډلې یو ۳۵ کلن سړی و، چې د پېښې په ځای کې یې ساه ورکړه. دویم قرباني ۲۸ کلن سړی و، چې روغتون ته تر لېږدولو وروسته د سختو ټپونو له امله مړ شو. د فرانسې پولیسو تایید کړې چې دواړه قربانیان د افغانستان وګړي وو.

په دې پېښه کې ۹ نور نارینه هم ټپیان شوي دي. د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د ټپیانو عمرونه د ۱۷ او ۳۵ کلونو ترمنځ دي او فرانسوي چارواکو د ۷ کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی. د ټپیانو په منځ کې د فرانسې، مصر، بنګله‌دېش او سوډان وګړي هم شامل دي.

د فرانسې پولیسو د دې برید په تړاو یو ۲۶ کلن روسی سړی نیولی دی. دغه شکمن کس له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی و، خو پولیسو هغه د اویسترهام په بندري ښار کې، چې د کان له ښار شاوخوا ۲۰ کیلومتره واټن لري، وپېژاند او ونیوه.

فرانسوي چارواکو تر اوسه د دې برید د اصلي انګېزې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي. د پېښې د څرنګوالي او د نیول شوي کس د انګېزې په اړه څېړنې روانې دي. پولیس همدارنګه هڅه کوي معلومه کړي چې ایا له برید مخکې رامنځته شوې شخړه او د موټرچلوونکي له‌خوا د موټر قصدي برید له یو بل سره مستقیم تړاو لري که نه.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.