TOOSnews
اعلان
متحده عربي امارات: د ښځو او نجونو د حقونو له تأمین پرته په افغانستان کې ثبات ناشونی دی.
نړۍټوس نیوز

متحده عربي امارات: د ښځو او نجونو د حقونو له تأمین پرته په افغانستان کې ثبات ناشونی دی.

۱۸ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازي محمد ابوشهاب، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له نوې مشرې رباب فاطمې سره په لیدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ثبات، امنیت او هوساینې ټینګښت د ښځو او نجونو د حقونو له بشپړ او برابر تضمین پرته ناشونی دی.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازولۍ د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۱۶مه، د دې لیدنې د انځور په خپرولو سره ویلي، چې ابوظبي په افغانستان کې د یوناما له ماموریت څخه ملاتړ کوي.

د اعلامیې له مخې، ابوشهاب د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې په توګه د رباب فاطمې ټاکل کېدل هم مبارک کړي او هیله یې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت په برخه کې پرمختګ وشي.

د متحده عربي اماراتو په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې دغه هېواد د افغان ښځو او نجونو د برابر حقونو ملاتړ ته ژمن دی او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

متحده عربي اماراتو تر دې وړاندې هم په بېلابېلو مواردو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د دغه هېواد استازي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په یوه غونډه کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د تأمین غوښتنه کړې وه.

دغه هېواد په وروستیو کلونو کې له یو شمېر افغان ښځو سره هم اړیکې ساتلې دي. د تېر لمریز کال په چنګاښ میاشت کې د ښځو یوې ډلې فعالانو د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره په لیدنه کې له ابوظبي وغوښتل، چې د افغان ښځو د حقونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.