د «نیویارک ټایمز» او «واشنګټن پوسټ» ورځپاڼو د خپرو شوو راپورونو له مخې، د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې مشر جان راتکلیف د سې شنبې په ورځ په یوه له مخکې نه اعلان شوي سفر مسکو ته تللی دی. د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پېسکوف هم مسکو ته د نوموړي سفر تایید کړی دی.
راپورونه ښيي چې راتکلیف د دغه سفر لپاره د امریکا له اندروز هوايي اډې څخه د «سي-۱۷» پوځي ترانسپورټي الوتکې په وسیله روان شوی او مسکو ته تر رسېدو مخکې یې د لاتویا په پلازمېنه ریګا کې ناسته کړې ده.
سره له دې چې د دغه سفر ترسره کېدل تایید شوي، امریکايي چارواکو تر اوسه د سفر د رسمي موخې په اړه وضاحت نه دی ورکړی. د سفر د اجنډا او دقیقو معلوماتو نشتوالي د دې احتمال په اړه اټکلونه زیات کړي چې ښايي د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ پټې خبرې ترسره شوي وي.
د روسیې او اوکراین جګړه له هغو موضوعاتو څخه ده چې د دغه سفر د احتمالي محور په اړه په مطرح شویو اټکلونو کې ورته پام شوی دی؛ خو تر اوسه هېڅ امریکايي یا روسي چارواکي په رسمي ډول دا موضوع د راتکلیف د سفر د موخې په توګه نه ده تایید کړې.
دغه سفر په داسې شرایطو کې ترسره شوی چې د واشنګټن او مسکو اړیکې لا هم د اوکراین جګړې او یو لړ سیاسي او امنیتي اختلافاتو تر اغېز لاندې دي. د راتکلیف د لیدنو او له روسي چارواکو سره د هغه د احتمالي خبرو د محتوا په اړه نور جزیات لا نه دي خپاره شوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








