د «لانسیټ» په نوم په یوه تخصصي ژورنال کې د خپرې شوې نوې څېړنې له مخې، نږدې ۱.۲ میلیارده کسان په ټوله نړۍ کې له رواني او ذهني ستونزو او اختلالاتو سره ژوند کوي. ساینسپوهان وايي چې دا شمېر د ۱۹۹۰ کال په پرتله نږدې دوه چنده شوی دی.
په دې څېړنه کې ویل شوي چې رواني ناروغۍ اوس په نړۍ کې د روغتیایي ستونزو تر ټولو عام لامل ګرځېدلي او د زړه او رګونو ناروغیو، سرطان او د حرکت د سیستم ناروغیو څخه مخکې شوي دي.
دا څېړنه د روغتیا د ارزونې او سنجش د انسټیټیوټ او د کوینزلینډ پوهنتون د څېړونکو لخوا ترسره شوې ده. څېړونکو د نړۍ په ۲۰۴ هېوادونو او سیمو کې د ۱۹۹۰ تر ۲۰۲۳ کلونو پورې د رواني ناروغیو د خپرېدو کچه او د هغوی د اغېزو شدت ارزولی دی. معلومات د جنسیت، ۲۵ عمر ګروپونو او ۲۱ بېلابېلو نړیوالو سیمو له مخې تحلیل شوي دي.
څېړونکي وايي چې دا تر اوسه د رواني روغتیا په برخه کې تر ټولو پراخه ترسره شوې مطالعه ده. پایلې ښيي چې ښځې او د ۱۵ تر ۱۹ کلونو عمر لرونکي ځوانان تر نورو ډلو زیات د رواني ستونزو له زیاتوالي اغېزمن شوي دي.
د دې څېړنې له مخې، د دې لوړې شمېرې لویه برخه د ژور خپګان (ډیپریشن) او اضطرابي اختلالاتو د زیاتوالي له امله ده. له ۲۰۱۹ کال راهیسې، په نړۍ کې د خپګان کچه ۲۴ سلنه او اضطرابي اختلالات ۴۷ سلنه زیات شوي دي.
په دې څېړنه کې ټینګار شوی چې د کرونا وبا وروسته د خپګان او اضطراب کچه تر ټولو لوړې درجې ته رسېدلې ده.
څېړونکو همدارنګه ویلي چې د رواني ناروغیو بوج په ټولو سیمو کې زیات شوی دی. بډایه هېوادونه لکه اسټرالیا او د لوېدیځې اروپا هېوادونه د هغو سیمو له ډلې دي چې د رواني ناروغیو تر ټولو لوړه کچه لري. خو بیا هم ډېری کمعاید لرونکي هېوادونه په دې څېړنه کې په بشپړ ډول نه دي شامل شوي.
د دې څېړنې پایلې ښيي چې مناسبې درملنې ته لاسرسی لا هم محدود دی. په ټوله نړۍ کې یوازې شاوخوا ۹ سلنه هغه کسان چې له ژور خپګان سره مخ دي، مناسبه درملنه ترلاسه کوي، او په ۹۰ هېوادونو کې دا شمېر له ۵ سلنې هم کم دی.
د راپور له مخې، یوازې یو شمېر بډایه هېوادونه لکه اسټرالیا، کاناډا او هالنډ توانېدلي چې د رواني ناروغانو لپاره له ۳۰ سلنې څخه زیات د درملنې پوښښ برابر کړي. څېړونکي باور لري چې هېڅ بله ناروغي دومره د انسانانو ورځنی ژوند په نړۍ کې نه دی اغېزمن کړی.
لیکواله:سلیمه آریایي








