د امريکا د استازو جرګې د ۳۱۴ مخالفو او ۱۰۴ موافقو رأيو په ورکولو سره هغه تعدیل رد کړ چې د تصویب په صورت کې به یې اسراییلو ته د امریکا کلنۍ شاوخوا ۳.۳ میلیارده ډالره پوځي مرسته درولې وای. د دیموکراټ ګوند له ۲۱۲ استازو څخه ۱۰۳ کسانو د دې طرحې ملاتړ وکړ.
دغه تعدیل په ګډه د جمهوريغوښتونکي استازي توماس مَسي او د دیموکراټ استازي رو خانا له خوا وړاندې شوی و. د دې طرحې مخالفان، چې د استازو جرګې د دیموکراټانو مشر حکیم جیفریز هم پکې شامل و، باور لري چې د دغو مرستو درول به پر بشري مرستو، د امریکا د سفارتونو پر امنیت او د ترهګرۍ ضد پروګرامونو منفي اغېز وکړي.
حکیم جیفریز د دیموکراټانو د جرګې غړو ته په یوه لیک کې ویلي وو چې استازي کولای شي د خپل وجدان او شخصي پرېکړې له مخې رأیه ورکړي، خو هغه په خپله اسراییلو ته د پوځي مرستو له بندېدو سره مخالف دی.
دا رأیهاچونه په داسې حال کې ترسره شوه چې د غزې د جګړې په تړاو د امریکا د بهرنۍ تګلارې په اړه اختلافونه لا هم روان دي. د دې تعدیل ډېری ملاتړي، په ځانګړي ډول د دیموکراټ ګوند د کیڼ اړخ غړي، غواړي چې پوځي مرستې د بشري حقونو رعایت او په غزه کې د پوځي عملیاتو له کمېدو سره مشروطې شي.
په مقابل کې، د اسراییلو ملاتړي په دواړو ګوندونو کې ټینګار کوي چې دغه مرستې د حماس، حزبالله او د ایران د اسلامي جمهوریت په څېر ګواښونو پر وړاندې د اسراییلو د امنیت لپاره ستراتیژیک اهمیت لري او باید ونه درېږي.
د امریکا کلنۍ پوځي مرسته اسراییلو ته تر ډېره د پرمختللو وسلو، د اوسپنیز ګنبد په ګډون د دفاعي سیستمونو د برابرولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي او ټکنالوژیکو همکاریو د پراختیا لپاره کارول کېږي. د دې تعدیل ردېدل یو ځل بیا وښودله چې د کانګرس ډېری غړي لا هم د دغو مرستو د دوام ملاتړ کوي، که څه هم د مخالفت کوونکو استازو شمېر د تېرو کلونو په پرتله زیات شوی دی.
تمه کېږي چې اسراییلو ته د امریکا د پوځي مرستو موضوع به د راتلونکو دفاعي بودجو د ارزونې پر مهال یو ځل بیا په کانګرس کې مطرح شي او د امریکا د بهرنۍ تګلارې او کورنیو سیاسي سیالیو له مهمو موضوعاتو څخه به پاتې شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








