TOOSnews
اعلان
امریکا په ټوله نړۍ کې په خپلو سفارتونو کې د ویزې د مرکې وختونه ودرول.
نړۍټوس نیوز

امریکا په ټوله نړۍ کې په خپلو سفارتونو کې د ویزې د مرکې وختونه ودرول.

۵ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا حکومت د خپلې کډوالۍ پالیسۍ د بدلونونو په دوام کې، په ټوله نړۍ کې د دغه هېواد په سفارتونو او قونسلګریو کې د ویزو د مرکې د وختونو پروګرام په موقتي ډول تعدیل کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ځینې ټاکل شوي وختونه به بدل یا وځنډول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې‌شنبې په ورځ، د وږي درېیمه، اعلان وکړ چې دغه وزارت په ټوله نړۍ کې د امریکا په سفارتونو او قونسلګریو کې د قونسلګرۍ کارکوونکو لپاره یو نړیوال روزنیز پروګرام پیل کړی دی. د هغه په وینا، د ویزو د خدماتو د وختونو پروګرام به د دغو روزنیزو کورسونو د ترسره کېدو لپاره تعدیل شي.

دا پرېکړه یوازې څو ورځې وروسته له هغې اعلان شوه چې د امریکا یوه فدرالي قاضي د ډونالډ ټرمپ د حکومت هغه پالیسي غیرقانوني وبلله او لغوه یې کړه چې له مخې یې د افغانستان په ګډون، د ۷۵ هېوادونو، د اتباعو لپاره د کډوالۍ د ویزو صادرول درول شوي وو.

د متحده ایالاتو د منهټن د سیمې محکمې قاضي جنت وارګاس د جمعې په ورځ، د زمري په ۳۰مه، وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه پالیسي د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له قانوني واکونو څخه اوښتې او د فدرالي کډوالۍ له قوانینو سره په ټکر کې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روان کال په جنوري کې د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره د کډوالۍ ویزو صادرول درولي وو. په دغه نوملړ کې د لاتینې امریکا، افریقا، منځني ختیځ، کارابین، بالکان او سویلي اسیا هېوادونه شامل وو، چې ایران، افغانستان، عراق، پاکستان، بنګله‌دېش، برازیل او کولمبیا هم پکې شامل وو.

قاضي وارګاس دغه پالیسي «په ښکاره ډول غیرقانوني» وبلله او ویې ویل چې د امریکا د کډوالۍ قوانین د بهرنیو چارو وزیر ته اجازه نه ورکوي چې قونسلګرۍ کارکوونکو ته لارښوونه وکړي څو د غوښتونکي د تابعیت پر بنسټ یوازې د هغه د کډوالۍ ویزې غوښتنلیک رد کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې د روزنیز پروګرام د مودې یا د ویزو د مرکې د وختونو د بېرته عادي حالت ته د ستنېدو په اړه جزئیات نه دي ورکړي. دغه وزارت دا هم نه دي ویلي چې رامنځته شوي بدلونونه به تر کومې مودې دوام وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د دغو روزنو موخه دا ده چې د قونسلګرۍ کارکوونکو سره مرسته وشي څو هغه غوښتونکي وپېژني چې احتمال لري په راتلونکې کې د امریکا پر عامه مرستو او دولتي امتیازاتو متکي شي. دغه وزارت همداراز په ټوله نړۍ کې د ویزو د غوښتنلیکونو پر «هراړخیزه او یو شان» ارزونه ټینګار کړی دی.

فایننشال ټایمز مخکې راپور ورکړی و چې یو شمېر هغه کسان چې د کډوالۍ ویزو لپاره یې په امریکايي سفارتونو او قونسلګریو کې د مرکې وختونه ترلاسه کړي وو، د خپلو مرکو د وختونو د بدلون په اړه برېښنالیکونه ترلاسه کړي دي. د دغو پیغامونو له مخې، د مرکې نوې نېټه به وروسته له غوښتونکو سره شریکه شي.

دا بدلونونه په داسې حال کې پلي کېږي چې د ډونالډ ټرمپ حکومت د هغه د ولسمشرۍ د دویمې دورې پر مهال امریکا ته د کډوالۍ د محدودولو لپاره پراخ اقدامات ترسره کړي دي. په دغو اقداماتو کې هم غیرقانوني کډوالۍ او هم د قانوني کډوالۍ د بهیر ځینې برخې شاملې دي.

د امریکا د حکومت په سیاستونو کې د غیرقانوني کډوالو ایستل، د ځینو ویزو او د دایمي استوګنې کارتونو لغوه کول او د بېلابېلو دلایلو له مخې د ځینو غوښتنلیکونو ردول شامل دي. په ځینو مواردو کې، سیاسي نظریات او د غزې د جګړې په تړاو د فلسطینیانو په ملاتړ لاریونونو کې ګډون هم د دغو اقداماتو له مطرح شوو عواملو څخه بلل شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د دغو اقداماتو موخه د هېواد د کورني امنیت پیاوړتیا ده. خو د بشري حقونو ډلو د هغه د حکومت د کډوالۍ سیاستونه تبعیضي او د ځینو حقونو، په ځانګړي ډول د بیان د آزادۍ او عادلانه محاکمې، له اصولو سره په ټکر کې بللي دي.

دغو ډلو همداراز خبرداری ورکړی چې د داسې سیاستونو پلي کول، په ځانګړي ډول د قومي لږکیو لپاره، د تبعیض او د نژادي ځانګړتیاوو پر بنسټ د چلند په اړه اندېښنې رامنځته کولی شي.

ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴ کال په انتخاباتي کمپاین کې تر ډېره پر غیرقانوني کډوالۍ د مبارزې ټینګار کاوه، خو د هغه حکومت د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې د قانوني کډوالۍ په برخه کې هم محدودیتونه لګولي دي؛ چې له ډلې یې د کاري ویزو د ځینو ډولونو د لګښتونو د پام وړ زیاتوالی یادولی شو.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.