TOOSnews
اعلان
امریکا پر سعودي عربستان د نږدې دوه میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پلوري.
نړۍټوس نیوز

امریکا پر سعودي عربستان د نږدې دوه میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پلوري.

۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له سعودي عربستان سره یې د شاوخوا دوه میلیارده ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو د پلور موافقه کړې ده.

د یاد وزارت د اعلامیې له مخې، دا پرېکړه د امریکا د بهرني سیاست او ملي امنیت د موخو د ملاتړ لپاره شوې او هدف یې د سیمې د یوه مهم متحد د دفاعي وړتیاوو پیاوړتیا ده.

په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې سعودي عربستان، د ناټو له غړیتوب پرته د امریکا د یوه مهم متحد په توګه، د خلیج په سیمه کې د سیاسي ثبات او اقتصادي پرمختګ په ساتلو کې مهم رول لري.

د امریکا او ایران ترمنځ د نازک اوربند له ماتېدو وروسته، د ایران اسلامي جمهوریت د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۴مه، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله د سیمې ځینې هېوادونه په نښه کړل.

په ځواب کې، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ سینټکام اعلان کړی چې د چهارشنبې په ورځ یې د ایران پر ضد د بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.