په کرمان ولایت کې د افغان کډوالو د لېږدونکی موټر چپه اوښتی؛ دوه کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د کرمان ولایت په مربوطاتو کې د افغان وګړو د لېږدونکي یوه موټر د اوښتو له امله دوه کسان مړه شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
اېسنا خبري اژانس د کرمان د سرې میاشتې د ټولنې د عمومي رئیس رضا فلاح له قوله راپور ورکړی چې دغه پېښه د دوشنبې په سهار، د وږي په ۹مه، د دې ولایت د جوپار–باغین سړک په محدوده کې رامنځته شوې ده.
د فلاح په وینا، د پېښې د راپور له ترلاسه کېدو وروسته د سرې میاشتې دوه د ژغورنې او مرستې ډلې سیمې ته واستول شوې. د هغوی له رسېدو او د پېښې له ارزونې وروسته څرګنده شوه چې په دې پېښه کې ټولټال ۱۲ کسان زیانمن شوي، چې دوه یې مړه او ۱۰ نور ټپیان دي.
د کرمان د سرې میاشتې د ټولنې عمومي رئیس زیاته کړې چې ژغورونکو د پېښې دوه مړي له موټر څخه را ایستلي او اړوندو مسوولینو ته یې سپارلي دي. ټپیان هم د بېړنیو روغتیايي خدماتو د کارکوونکو له لوري د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د دغه موټر د اوښتو د علت او د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه د مسوولو چارواکو له لوري نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








