د ایران د فوټبال فډراسیون رئیس اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام لپاره به د دې هېواد ملي لوبډله خپل تمریناتي کمپ د مکسیکو تیخوانا ښار ته انتقال کړي؛ دا پرېکړه د ایراني فوټبال چارواکو په وینا د فیفا تر موافقې وروسته شوې ده.
مهدی تاج په هغه ویډیو کې چې د فډراسیون په ټیلیګرام حساب کې خپره شوې، ویلي دي:
«ملي لوبډله به د تیخوانا په کمپ کې، د ارام سمندر ته نږدې او د مکسیکو او امریکا پر پوله ځای پر ځای شي.»
هغه زیاته کړې چې د ځای دغه بدلون کولی شي د ویزې اړوند ستونزو مخه ونیسي، او همدارنګه د ایران ملي لوبډله به وکولای شي د ایران ایر مستقیمو الوتنو له لارې مکسیکو ته سفر وکړي.
تر دې مخکې ټاکل شوې وه چې د ایران تمریناتي کمپ د امریکا د اریزونا ایالټ کې جوړ شي، خو د ویزې او امنیتي ترتیباتو په اړه اندېښنو د دې هېواد د فوټبال مسؤلان دې ته اړ کړل چې خپل پلان بدل کړي.
د ایران د فوټبال ملي لوبډله به د ۲۰۲۶ نړیوال جام د G ګروپ په سیالیو کې خپلې لومړنۍ دوه لوبې د لاس انجلس په ښار کې ترسره کړي؛ دا لوبډله به لومړی د جون په ۱۵مه له د نیوزیلنډ ملي لوبډلې سره مخامخ شي او وروسته به د جون په ۲۱مه د بلجیم ملي لوبډلې پر وړاندې ولوبېږي.
ایران به خپله درېیمه ډلهییزه لوبه هم د جون په ۲۶مه د سټیل په ښار کې د مصر ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.
مهدی تاج ویلي چې د تیخوانا او لاسانجلس ترمنځ هوایي واټن شاوخوا ۵۵ دقیقې دی، او دا ښار د اریزونا د پخواني کمپ په پرتله د لوبو ځای ته ډېر نږدې دی.
د ایران ملي لوبډله په وروستیو میاشتو کې نړیوال جام ته د سفر، امنیت او ویزې د ترلاسه کولو په اړه له ګڼو ابهامونو سره مخ وه؛ کاناډا،متحده ایالات او مکسیکو به په کډه د دې سیالیو کوربتوب وکړي.
ایراني چارواکو په دې میاشت کې ویلي وو چې د سیالیو له نږدې کېدو سره سره، د لوبغاړو او تخنیکي کادر غړو لا هم د امریکا ویزې نه دي ترلاسه کړې.
د ایران د فوټبال فډراسیون رئیس همداراز ویلي چې له فیفا څخه یې غوښتي چې د ویزې صادرولو، امنیت او د ایران له کاروان سره د چلند په اړه لازم ضمانتونه وړاندې کړي.
د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام به د جون په ۱۱مه پیل او د جولای تر ۱۹مې به دوام وکړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








