TOOSnews
اعلان
ولودیمیر زلنسکي، د اوکراین د لومړۍ وزیرې د لرې کولو غوښتنه وکړه.
نړۍټوس نیوز

ولودیمیر زلنسکي، د اوکراین د لومړۍ وزیرې د لرې کولو غوښتنه وکړه.

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زلنسکي، اعلان کړی چې هوډ لري د دغه هېواد لومړۍ وزیره، یولیا سوېریدنکو له خپلې دندې ګوښه کړي؛ هغه اقدام چې که قانوني پړاوونه یې بشپړ شي، د دغه هېواد د حکومت د استعفا لامل به شي.

زلنسکي د یکشنبې په ورځ، د جولای ۱۲مه، په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دا بدلونونه د «نوي سیاسي ستراتیژۍ» د پلي کولو په لړ کې ترسره کېږي. د هغه په وینا، دا پروګرام به د حکومت سربېره، د قانون پلي کوونکو بنسټونو په مشرتابه کې هم بدلونونه راولي.

د اوکراین ولسمشر د یولیا سوېریدنکو د کړنو د ستاینې ترڅنګ اعلان وکړ چې هغې ته د اوکراین له یوه کلیدي شریک سره د اړیکو په برخه کې نوی مسوولیت وړاندیز شوی دی. له دې سره سره، هغه لا تر اوسه د نوي حکومت د جوړولو لپاره کوم کس نه دی معرفي کړی.

دا اوکراینۍ اقتصاد پوهه، یولیا سوېریدنکو د ۲۰۲۵ کال په جولای کې او د اقتصادي پراختیا او سوداګرۍ په چارو کې د لومړي وزیر د مرستیالې په توګه له څو کلونو فعالیت وروسته، د دغه هېواد د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه.

د اوکراین د قانون له مخې، د لومړۍ وزیرې استعفا باید د پارلمان لخوا تصویب شي او د تایید په صورت کې به یې د حکومت ټوله کابینه هم استعفا وکړي.

په همدې حال کې، اوکرایني رسنیو د ډینیس شمیهال، میخایلو فدوروف او سرهي کورټسکي نومونه د یولیا سوېریدنکو د احتمالي ځایناستو په توګه یاد کړي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.