TOOSnews
اعلان
ظاهر قدیر له کینیا څخه امریکا ته ولېږدول شو.
نړۍټوس نیوز

ظاهر قدیر له کینیا څخه امریکا ته ولېږدول شو.

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر، د نشه‌يي توکو او وسلو د قاچاق په تور له کینیا څخه امریکا ته سپارل شوی او د محاکمې لپاره نیویارک ته لېږدول شوی دی.

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، قدیر د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۵مه په نایروبي کې د کینیا د پولیسو له‌خوا، د امریکا د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې (DEA) له مامورینو سره تر یوې ناستې وروسته ونیول شو.

د امریکايي چارواکو په وینا، ظاهر قدیر امریکا ته د سلګونو کیلوګرامه هیرویینو او میتامفیتامین د قاچاق دسیسه کړې او د دغو معاملو د خوندي کولو لپاره یې د درنو وسلو، لکه راکټ لانچرونو، ماشیندارو، سنایپر ټوپکونو او بمونو د برابرولو هوکړې هم کړې وې.

د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، قدیر د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې له هغه چا سره اړیکې ټینګې کړې وې چې ده ګومان کاوه د مخدره توکو د یوې نړیوالې شبکې غړی دی، خو نوموړی په حقیقت کې د DEA پټ همکار و. ویل کېږي چې قدیر د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۱۰مه په جوهانسبرګ کې د دوه کیلوګرامه میتامفیتامین نمونه د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په بدل کې سپارلې وه.

د امریکا سرپرست لوی څارنوال ټوډ بلانچ ویلي، ظاهر قدیر د سیاسي څېرې تر شا د یوې جنایتکارې شبکې مشري کوله چې د خطرناکو مخدره توکو او وسلو په قاچاق کې ښکېله وه. د نیویارک فدرالي څارنوال جې کلیټن هم هغه په نړیواله کچه د نشه‌يي توکو او وسلو قاچاقبر بللی دی.

ظاهر قدیر، چې په ۲۰۱۲ کال کې د ولسي جرګې لومړی مرستیال ټاکل شوی و او تر دې وړاندې یې په تخار کې د سرحدي ځواکونو د اتم کنډک قوماندان په توګه دنده ترسره کړې، اوس په امریکا کې د نشه‌يي توکو د قاچاق د دسیسې او د ناقانونه وسلو د کارولو په تور محاکمه کېږي.

د امریکا د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر ټیرنس کول ویلي، که پر قدیر لګېدلي تورونه ثابت شي، نوموړی به د لږ تر لږه ۳۰ کلونو بند څخه تر عمري بند پورې له سزا سره مخ شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.