TOOSnews
اعلان
كابل كې د زورخاني او لرغونې غېږنيونې سيالۍ پيل شوې.
ورزشټوس نیوز

كابل كې د زورخاني او لرغونې غېږنيونې سيالۍ پيل شوې.

۷ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په کابل کې د «عبدالولي اریوبي جام» تر نوم لاندې د زورخانې ورزشونو او لرغونې غېږنیونې سیالۍ پیل شوي دي.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ادارې ویلي، چې په دغو سیالیو کې د کوچنیانو، تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو له بېلابېلو عمرونو څخه ۱۶۰ ورزشکاران ګډون لري.

د معلوماتو له مخې، سیالۍ د بېلابېلو وزني کټګوریو په چوکاټ کې د یوې ورځې لپاره ترسره کېږي او ورزشکاران به په انفرادي مبارزو کې سیالي وکړي.

ټاکل شوې د سیالیو په پای کې له ګډونوالو څخه ۸۰ غوره ورزشکاران وپېژندل شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.