د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې ۴۰۰ ټنه بډایه شوي بسکېټونه له شاوخوا ۱۵ زره کیلومتره واټن او د ۹ هېوادونو له لارې تر تېرېدو وروسته بالاخره افغانستان ته رسېدلي دي. دغه ادارې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې تړل کېدو او همدارنګه په سمندري لارو کې رامنځته شویو خنډونو د دې مرستندویه جوپې لېږد له جدي ستونزو سره مخ کړی و.
کورین فلیشر د شنبې په ورځ د غبرګولي ۱۶مه په یوه پیغام کې څرګنده کړه چې دا جوپه لومړی له اندونیزیا څخه د سمندر له لارې پاکستان ته لېږدول شوې وه او ټاکل شوې وه چې بیا د ځمکې له لارې افغانستان ته داخل شي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې تړل کېدو د دې بهیر مخه ونیوله.
د هغه په وینا، وروسته دا جوپه د متحده عربي اماراتو د جبل علي بندر ته ولېږدول شوه څو د سمندر له لارې ایران او بیا افغانستان ته ولېږدول شي، خو د هرمز تنګي د لارې له بندېدو سره دا لاره هم بنده شوه.
فلیشر زیاته کړه چې د خوړو نړیوال پروګرام اړ شو یو بدیل ځمکنی مسیر وټاکي؛ داسې اوږد مسیر چې له ۹ هېوادونو څخه تېرېده. په پای کې، دا جوپه د سعودي عربستان، اردن، سوریې، ترکیې، ګرجستان، اذربایجان او ترکمنستان له لارې ولېږدول شوه او د تورغنډي بندر له لارې افغانستان ته دننه شوه.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې دغه بډایه شوي بسکېټونه به د افغانستان په ښوونځیو کې شاوخوا ۱۷۲ زره زدهکوونکو ته ووېشل شي.
دې ادارې خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد لارې ورځ تر بلې ستونزمنې او لګښتناکې کېږي، او سیمهییز بحرانونه د مرستو پر رسولو مستقیم اغېز لري. د دې سازمان په خبره، لوږه د سوداګریزو او ترانزیټي لارو د بېرته پرانیستل کېدو انتظار نه شي کولای.
د خوړو نړیوال پروګرام همدارنګه خبرداری ورکړی چې که د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو تړل کېدل دوام ومومي او د منځني ختیځ کړکېچ لا پسې شدید شي، نو په افغانستان کې به شاوخوا ۲.۳ میلیونه نور خلک هم د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي. دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال ۱۳.۸ میلیونه افغانان د خوړو له کمښت او ناامنۍ سره مخ دي.
دې سازمان مخکې هم وړاندوینه کړې وه چې په منځني ختیځ کې د جګړو دوام او د تېلو د بیو لوړېدل کولای شي په زیانمنو هېوادونو کې میلیونونه خلک د خوړو له شدیدې ناامنۍ له ګواښ سره مخ کړي. د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، هغه هېوادونه چې له جګړو، اقلیمي بحرانونو او اقتصادي ستونزو سره مخ دي، یا پر وارداتو ډېره تکیه لري، د سون توکو، سرو او خوراکي موادو د بیو له لوړېدو څخه به تر نورو ډېر زیان وویني.
لیکواله:سلیمه آریایي








