د افغانستان پخواني ولسمشر، اشرف غني،خبرداری ورکړی چې کابل د نړۍ د لومړنۍ بېاوبه پلازمېنې کېدو پر لور روان دی. هغه ویلي چې د خپلې ولسمشرۍ پر مهال یې د کابل د اوبو د برابرولو لپاره پلانونه جوړ کړي وو، خو د ده په وینا، ملي ګټو ته نه پاملرنه او عادلانه سولې ته نه رسېدل د دې پروګرامونو د عملي کېدو مخه ونیوله.
غني د پنجشنبې په ورځ، د جنګاښ ۱۸مه، په یوه پوډکاسټ کې د اوبو د مدیریت، په ځانګړې توګه د هلمند سیند د اوبو، په اړه خبرې وکړې. هغه د افغانستان دې مشهور متل ته اشاره وکړه: «اوبه په کوزه کې دي او موږ تږي ګرځو.» هغه دا جمله د شته ظرفیتونو او د اوبو د سرچینو د مدیریت د ستونزو په اړه وکاروله.
په وروستیو کلونو کې د بېنظمې ودانیزې پراختیا، د کانکریټي سطحو د پراخېدو، د ژورو څاګانو د کیندلو، د فاضله اوبو د سیستم د کمزورۍ او د نفوس د زیاتوالي له امله د کابل د ځمکې لاندې اوبو پر سرچینو ډېر فشار راغلی دی. دغو عواملو د پلازمېنې د اوبو د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.
د بحران نړیوالې ډلې هم په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې که اوسنی وضعیت دوام وکړي، د کابل د ځمکې لاندې اوبو زېرمې ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې په بشپړه توګه له منځه ولاړې شي. دې ادارې ټینګار کړی چې د ځمکې لاندې اوبو بېکچې ایستل د اوبو د کمښت خطر زیاتوي.
د دې بحران نښې لا دمخه د کابل په بېلابېلو برخو کې لیدل کېږي او په ډېرو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه په څرګند ډول راټیټه شوې ده. دغه حالت د ګڼ شمېر اوسېدونکو لپاره د څښاک اوبو ته لاسرسی له ستونزو سره مخ کړی دی.
د چاپېریال ساتنې کارپوه کاظم همایون افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې کابل په څه کم درې لسیزو کې له داسې ښار څخه چې نسبتاً ثابتې اوبه یې لرلې، د سیمې له تر ټولو زیانمنو ښارونو څخه یو بدل شوی دی. د هغه په وینا، د اوسني حالت دوام کولی شي د ښار د اوسېدونکو لپاره پراخې پایلې ولري.
دغه کارپوه خبرداری ورکړی چې که روان وضعیت همداسې دوام وکړي، تر ۲۰۳۰ کال پورې یا ښايي تر هغه مخکې، د کابل ځینې سیمې لکه دشت برچي،څلورم کارته کارته، خواجه رواش، تایمني،شرکت،ده افغانان، شهر نو او شاوخوا سیمې به د اوبو د څاګانو له پراخو وچېدو سره مخ شي.
همایون همداراز ټینګار کړی چې د ځمکې لاندې اوبو د زېرمو د کمېدو خطر یوازې کابل پورې محدود نه دی، بلکې هرات او مزار شریف هم له ورته ستونزو سره مخ دي. د هغه په وینا، د اوبو د سرچینو دوامدار مدیریت د دې بحران د پراخېدو د مخنیوي لپاره ډېر مهم دی.
لیکواله:سایمه آریایي








