د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف دراني وايي، د افغان طالبانو لهخوا د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) موضوع د پاکستان کورنۍ ستونزه بلل ښيي چې کابل د دې ډلې پر ضد د اقدام نیت نه لري.
دراني د جمعې په ورځ (د زمري ۹مه) په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د طالبانو دغه دریځ د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو هڅې له خنډونو سره مخ کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د باور فضا زیانمنه کړې ده.
هغه ویلي، د قطر، ترکیې، سعودي عربستان او چین منځګړیتوبونو هم تر اوسه د ټيټيپي د موضوع په اړه کومه څرګنده پایله نه ده لرلې. د نوموړي په وینا، د طالبانو دریځ ښيي چې دوی له ټيټيپي سره اړیکو ته د پاکستان د امنیتي اندېښنو تر حلولو ډېر اهمیت ورکوي.
د پاکستان پخواني دیپلوماټ خبرداری ورکړی، چې د طالبانو دغه تګلاره کولای شي دوه اړخیزې اړیکې او سیمهییز ثبات نور هم اغېزمن کړي. هغه په بدخشان کې وروستیو ناامنیو او اعتراضونو ته په اشارې ویلي، طالبان په داسې حال کې د پاکستان امنیتي اندېښنې له پامه غورځوي چې له کورنیو فشارونو سره هم مخ دي.
دراني ویلي، طالبان د پاکستان د «دښمنانو» پر وړاندې له اقدام کولو ډډه کوي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې دننه د دوی پر ضد مخالفتونه او ننګونې زیاتېږي.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د ټيټيپي پر موضوع اختلافات زیات شوي دي. تېره ورځ د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري هم پر طالبانو نیوکې وکړې او ادعا یې وکړه چې طالبان له ترهګرۍ څخه د خپل اقتصاد او سیاست لپاره ګټه اخلي.
خو د افغانستان طالبانو تل د پاکستان دا ډول تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په افغان خاوره کې هېڅ ترهګره ډله فعالیت نه لري.
لیکوال:سعید سمیر








