TOOSnews
اعلان
د اکسیوس راپور: د ټرمپ او نتانیاهو ترمنځ په ټلیفوني خبرو کې د لبنان پر وړاندې د بریدونو په اړه سخت اختلافات او ترینګلتیاوې رامنځته شوي.
نړۍټوس نیوز

د اکسیوس راپور: د ټرمپ او نتانیاهو ترمنځ په ټلیفوني خبرو کې د لبنان پر وړاندې د بریدونو په اړه سخت اختلافات او ترینګلتیاوې رامنځته شوي.

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د«اکسیوس»وبسایټ د دوو امریکایي چارواکو او یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ترمنځ ټیلیفوني اړیکه دوشنبې د غبرګولي ۱۱مه، له تناو او د لید لورو له اختلاف سره مل وه.

د راپور له مخې، ټرمپ د دې خبرو پر مهال په لبنان کې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو د پراخېدو له امله نیوکه کړې او د شخړې د لا پراخېدو د پایلو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

اکسیوس د دوو باخبره سرچینو په حواله لیکلي چې ټرمپ په دې اړیکه کې نتانیاهو د اسرائیلو د وروستیو سیاستونو له امله په لبنان کې تر نیوکې لاندې راوستی او خبرداری یې ورکړی چې پر بیروت احتمالي برید کولی شي د اسرائیلو نړیواله انزوا لا زیاته کړي.

د یادو سرچینو په وینا، د امریکا ولسمشر همدارنګه خپلو پخوانیو ملاتړونو ته اشاره کړې او د اوسني وضعیت په اړه یې د نتانیاهو پر کړنو انتقاد کړی دی. اکسیوس د یوه امریکایي چارواکي په حواله د ټرمپ د خبرو یوه برخه هم نقل کړې ده.

یوه بله سرچینه چې د دې اړیکې له جزییاتو خبره وه، اکسیوس ته یې ویلي چې ټرمپ د مکالمې پر مهال غوسه و او په لبنان کې د اسرائیلو پر اقداماتو یې نیوکه کړې ده.

دا اړیکه په داسې حال کې شوې چې څو ساعته مخکې د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو خبرداری ورکړی و چې په لبنان کې د اسرائیلو د بریدونو دوام کولی شي له واشنګټن سره پر غیرمستقیمو اړیکو او خبرو اغېز وکړي.

په ورته وخت کې، د ایران دولتي رسنیو د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه له خوا اسرائیلو ته د خبرداري راپور ورکړی. په دې خبرداري کې ویل شوي چې که پر بیروت بریدونه پراخ شي، د اسرائیلو د شمالي سیمو اوسېدونکي باید اړین امنیتي تدابیر ونیسي.

همدارنګه، د سپاه پاسداران اړوند د استخباراتو د یوې ادارې په نوم حساب په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې د لبنان او غزې د وضعیت په اړه غبرګون ښودلی او د ایران د متقابل ځواب لپاره د چمتووالي خبره یې کړې ده، هغه څه ته چې دوی یې «سرې کرښې» بولي.

د ایران د اسلامي شورا مشر محمدباقر قالیباف هم د لبنان د پارلمان له مشر نبیه بري سره د ټیلیفوني خبرو خبر ورکړی. هغه ویلي چې په لبنان کې د اسرائیلو د بریدونو دوام کولی شي پر خبرو اغېز وکړي او له تهران څخه به غبرګون ولري.

اکسیوس د یوه امریکایي چارواکي په حواله ویلي چې ټرمپ د اسرائیلو د دفاع حق د حزب‌الله د بریدونو پر وړاندې په رسمیت پېژني، خو باور لري چې په لبنان کې وروستي اقدامات له مناسب ځواب څخه اوښتي او د بحران د لا زیاتېدو لامل شوي دي.

د راپور له مخې، اسرائیلو په وروستیو ورځو کې په سویلي لبنان کې خپل ځمکني عملیات پراخ کړي وو او نتانیاهو هم پر بیروت د برید امر ورکړی و، خو د ټرمپ له ټیلیفوني اړیکي وروسته دغه عملیات درول شوي دي.

یوه بل امریکایي چارواکي اکسیوس ته ویلي چې د سپینې ماڼۍ اندېښنه د لبنان د ملکي تلفاتو د زیاتېدو په اړه د بیروت پر برید د مخالفت له مهمو دلایلو څخه وه.

په همدې حال کې، یوه اسرائیلي چارواکي اکسیوس ته ویلي چې اسرائیل په اوسنۍ مرحله کې پر بیروت د حزب‌الله د اهدافو د برید کوم پلان نه لري.

د اکسیوس په وینا، که څه هم ټرمپ او نتانیاهو مخکې هم توندې خبرې کړي دي، خو د ایران د قضیې په ګډون په ځینو موضوعاتو کې د دواړو ترمنځ همکاري لا هم روانه ده.

دغې رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې دا اړیکه د ټرمپ او نتانیاهو له بیا واک ته رسېدو وروسته د دوی تر ټولو ترینګلو خبرو څخه وه.

اکسیوس په پای کې لیکلي چې د ټرمپ د نارضایتۍ یو دلیل دا و چې هغه اندېښمن و د لبنان پېښې به له ایران سره د خبرو پر بهیر اغېز وکړي. خو ټرمپ تر اړیکې وروسته په خپل ټولنیزې شبکې «ټروث سوشیال» کې ټینګار وکړ چې له ایران سره خبرې لا هم په چټکۍ روانې دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.