TOOSnews
اعلان
له سیلفي انځورونو څخه د ګوتو نښو د غلا په اړه د کارپوهانو خبرداری.
نړۍټوس نیوز

له سیلفي انځورونو څخه د ګوتو نښو د غلا په اړه د کارپوهانو خبرداری.

۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د سایبري امنیت کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژۍ پرمختګ ښايي له سیلفي او عادي عکسونو څخه د خلکو د ګوتو نښې استخراج ممکن کړي؛ هغه موضوع چې د شخصي محرمیت او ډیجیټلي امنیت په اړه نوې اندېښنې راولاړوي.

د خپرو شویو راپورونو له مخې، هغه لوړ کیفیت لرونکي انځورونه چې پکې ګوتې له کمرې څخه تر ۱.۵ متره کم واټن کې وي، کېدای شي د ګوتو د نښو کرښو کافي جزئیات ثبت کړي.

متخصصان وايي چې سایبري ډلې کولای شي د مصنوعي ځیرکتیا او پرمختللو انځورونو پروسس وسایلو په مرسته دغه جزئیات بېرته ورغوي او د خلکو د ګوتو نښو ډیجیټلي بېلګې جوړې کړي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د بایومتریک پېژندنې سیسټمونو د پراخ استعمال سره لکه د ځیرک ټلیفونونو د ګوتې نښې قلفونه، بانکي حسابونه او امنیتي مرکزونه د بایومتریک معلوماتو د ناوړه استفادې خطر هم زیات شوی دی.

د هغوی په وینا، د پټنوم برعکس چې بدلول یې ممکن دي، د ګوتې نښه د انسان یوه دایمي ځانګړنه ده او که غلا شي، بیا یې جبران یا بدیل پیدا کول ډېر ستونزمن وي.

دا اندېښنه نوې موضوع نه ده. امنیتي څېړونکو په ۲۰۲۱ کال کې ښودلې وه چې یوازې د ګوتې د نښې له یوه واضح انځور، د انځور ایډیټ سافټویر، لیزري چاپګر او حتی د لرګي له سریښ څخه په استفادې سره، جعلي د ګوتې نښه جوړېدلی شي او ځینې امنیتي سیسټمونه غولولی شي.

د سایبري امنیت متخصصان سپارښتنه کوي چې خلک دې د نږدې عکسونو اخیستو پر مهال، په ځانګړي ډول هغه سیلفۍ چې پکې د لاس ورغوی یا ګوتې په واضح ډول ښکاري، زیات احتیاط وکړي.

هغوی همداراز ټینګار کوي چې ټکنالوژۍ شرکتونه باید د کاروونکو د بایومتریک معلوماتو د خوندي ساتلو لپاره لا پرمختللي امنیتي سیسټمونه جوړ کړي ترڅو د ناوړه استفادې احتمال کم شي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د مصنوعي ځیرکتیا د چټک پرمختګ سره سایبري ګواښونه هم لا پېچلي کېږي، او د شخصي معلوماتو ساتنه تر بل هر وخت ډېره مهمه شوې ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.