TOOSnews
اعلان
د طالبانو او سوريي لوړپوړو چارواكو د حج پر مهال په مكه كې ليدنه كړې.
نړۍټوس نیوز

د طالبانو او سوريي لوړپوړو چارواكو د حج پر مهال په مكه كې ليدنه كړې.

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق د سعودي عربستان په مکه کې له خپلو سوري سیالانو سره د لیدنو په حال کې انځورونو کې ښکاره شوي دي.

په خپرو شویو انځورونو کې سراج الدین حقاني او عبدالحق وثیق د سوریې د کورنیو چارو له وزیر انس خطاب او د سوریې د استخباراتو له رییس جنرال حسین السلیمه سره لیدل کېږي. راپورونه ښيي چې دا لیدنې د حج د مراسمو په حاشیه کې ترسره شوي دي.

له بلې خوا، د سوریې د کورنیو چارو وزیر انس خطاب د سعودي عربستان د کورنیو چارو له وزیر او د حج د عالي کمېټې له مشر شهزاده عبدالعزیز بن سعود بن نایف بن عبدالعزیز سره هم کتلي دي. د دې لیدنې خبر د سعودي رسمي رسنیو خپور کړی دی.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تر اوسه په رسمي ډول نه ده تایید کړې چې سراج الدین حقاني دې له سعودي چارواکو سره جلا لیدنه کړې وي که نه. همدارنګه د طالبانو د استخباراتو د رییس او سوري چارواکو د لیدنې جزئیات هم تر دې دمه نه دي روښانه شوي.

سعودي عربستان د سوریې له نوي حکومت سره نږدې اړیکې لري، په داسې حال کې چې دې هېواد خپل سفارت په کابل کې فعال ساتلی،خو له طالبانو سره یې اړیکې نسبتاً محتاطانه بلل کېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.