راپورونه وايي، د خوست مېشتی ليکوال، ژورنالېست او ژباړن محمدالله شېرزی د سرطان ناروغۍ له امله وفات شوی دی.
محمدالله شېرزي د ادبي او رسنيزو فعاليتونو له امله د خوست په فرهنګي او ژورناليستي ډګر کې پېژندل شوی شخص و. نوموړي د لیکوالۍ ترڅنګ ګڼ اثار ژباړلي وو، چې د لوستونکو او فرهنګيانو له خوا يې هرکلی شوی و.
د هغه مړينې د خوست د فرهنګي او رسنيزو ټولنو ترمنځ د خواشينۍ څپه خپره کړې او ګڼو کسانو د نوموړي مړينه د ادب او رسنيو لپاره ستره ضايعه بللې ده.








