TOOSnews
اعلان
مولانا عبدالحميد: د ايران او امريكا ترمنځ دې عادلانه هوكړه وشي.
نړۍټوس نیوز

مولانا عبدالحميد: د ايران او امريكا ترمنځ دې عادلانه هوكړه وشي.

۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران د زاهدان د اهل سنت امام جمعه، مولانا عبدالحمید د لوی اختر د مراسمو پر مهال هیله څرګنده کړه چې د ایران او امریکا ترمنځ روانې خبرې اترې بریالۍ شي او دواړه هېوادونه داسې هوکړې ته ورسېږي چې د جګړې مخه ونیسي.

هغه وویل، که څه هم د احتمالي هوکړې له جزییاتو خبر نه‌دی، خو تل یې پر یوې «عادلانه هوکړې» ټینګار کړی دی. د نوموړي په خبره، ځینې کسان چې پخوا له دې دریځ سره مخالف وو، اوس ورسره موافق شوي دي.

عبدالحمید زیاته کړه، په تېرو وختونو کې یې ځینې څرګندونې له نیوکو سره مخ شوې وې، خو وروسته ثابته شوه چې هغه خبرې «سمې او پر ځای» وې.

د زاهدان د اهل سنت امام جمعه ټینګار وکړ چې دوی د ایران د هېواد او ملت خیر غواړي او د هېواد تر ټولو ستره اړتیا یې د خلکو د غږ اورېدل او د هغوی رضایت ترلاسه کول وبلل.

هغه وویل، هېواد او حکومت د خلکو اړوند دي، نو ځکه باید چارواکي د خلکو خدمت او د هغوی د رضایت ترلاسه کول خپل لومړیتوب وګرځوي.

مولانا عبدالحمید د خپلو خبرو په پای کې هیله څرګنده کړه چې په ایران کې یو نوی فصل پیل شي، داسې فصل چې د هېواد ملي ګټې بېرته د خلکو په واک کې ورکړل شي. د هغه په وینا، ملي ګټې تر هر څه اړینې دي او ټول اقدامات باید د خلکو د خیر او ګټو لپاره ترسره شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.