د مالدووي د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې د طالبانو د کرنې وزارت د یوه پلاوي غړو ته یې ویزې ورکړې دي، خو ټینګار یې وکړ چې دا اقدام هېڅکله هم د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو معنا نه لري. دغه وزارت همداراز ویلي چې د مالدووي چارواکي به د دې پلاوي له غړو سره هېڅ رسمي یا دوهاړخیزه لیدنه ونه لري.
د مالدووي د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه پلاوي سفر وروسته له هغې تنظیم شو چې د دې هېواد د کرنیزو محصولاتو په برخه کې یو شمېر فعالو شرکتونو افغانستان ته د خوراکي مرستو د لېږد د امکان په اړه خبرې وکړې. د یاد وزارت په وینا، د دې سفر موخه د کرنې په برخه کې د تخنیکي همکاریو اړوند موضوعاتو ارزول دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو د کرنې وزارت د پلاوي غړي د نړیوالو بندیزونو په لېست کې شامل نه دي، خو د مالدووي جمهوریت لا هم د طالبانو پر وړاندې پر ټولو نړیوالو بندیزونو ژمن دی او د طالبانو د حکومت د په رسمیت نه پېژندلو په اړه یې په خپل دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.
بلخوا، د طالبانو د کرنې وزارت ویلي چې د دې وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ یو پلاوی د مالدووي د کرنې او خوړو صنعت وزارت په بلنه دغه هېواد ته تللی دی. د وزارت د معلوماتو له مخې، دا سفر به د زمري له ۱۱مې تر ۱۶مې نېټې پورې دوام وکړي.
د طالبانو د کرنې وزارت په وینا، د دې سفر مهمې موضوعګانې د نباتاتو د ساتنې، د افتونو د مدیریت، کرنیزو څېړنو، نوې ټکنالوژۍ، د سوداګریزو بڼونو د مدیریت او د علمي او تخنیکي همکاریو پراختیا ده. همدارنګه ټاکل شوې چې د دغه پلاوي غړي د مالدووي د کرنې او خوړو صنعت وزارت له مسؤلینو سره تخنیکي غونډې ترسره کړي.
مالدووي د ختیځې اروپا یو هېواد دی چې د رومانیا او اوکراین ترمنځ موقعیت لري او پلازمېنه یې کیشیناو ښار دی. د دې هېواد نفوس شاوخوا ۲.۵ میلیونه تنه دی او په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته خپلواکي ترلاسه کړه. مالدووي د اروپايي ټولنې د غړیتوب نوماند هېواد دی او له ۲۰۲۴ کال راهیسې یې د دغې ټولنې د غړیتوب رسمي مذاکرات پیل کړي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








