د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره یوه ټرانسپورټي شرکت ته په رسمي ډول د انلاین ټکسي خدماتو د وړاندې کولو جواز ورکړل شوی او دغه خدمت یې په کابل ښار کې پیل کړی دی.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا اقدام د ټرانسپورټي خدمتونو د عصري کولو او له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په موخه ترسره شوی دی. د خبرپاڼې له مخې، یوه خصوصي ټرانسپورټي شرکت ته د انلاین ټکسي خدماتو د وړاندې کولو رسمي اجازه ورکړل شوې ده.
د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، دغه خدمت د «افغان انلاین ټکسي» تر نوم لاندې په کابل ښار کې خپل فعالیت پیل کړی دی. د شرکت د چارواکو په وینا، هېوادوال به وکولای شي د ځانګړي موبایل اپلیکېشن له لارې په اسانۍ سره ټکسي وغواړي او له دې خدمت څخه ګټه واخلي.
د وزارت په وینا، د انلاین ټکسي خدماتو پیل به د ښاري ټرانسپورټ د تنظیم، د مسافرو د اسانتیاوو د زیاتوالي او د خوندي سفرونو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
شنونکي باور لري، چې په کابل او نورو لویو ښارونو کې د ټرانسپورټي خدمتونو ډیجیټلي کېدل کولی شي د ښاري ګڼې ګوڼې په کمولو، د کرایو په روڼتیا او د مسافرو د خوندیتوب په لوړولو کې اغېزناک تمام شي.
لیکوال:سعید سمیر








