دمیتري ساولوف، د روسیې د پارلمان د بهرنیو چارو د کمیټې غړی او د دغه هېواد د ولسي ډیپلماسۍ مرکز مشر، اعلان وکړ چې دغه بنسټ به تر ۲۰۲۶ کال تر پایه په کابل کې خپله نمایندګي پرانیزي. هغه وویل چې د دې اقدام هدف د روسي ژبې پراختیا او د روسیې د تاریخ او کلتور معرفي کول په افغانستان کې دي.
ساولوف د پنجشنبې په ورځ، د کازان ښار د «روسیه – د اسلام نړۍ» د ۱۷ مې اقتصادي غونډې په څنډه کې، د تاس خبري اژانس ته وویل چې د کابل د نمایندګۍ د جوړولو خبرې روانې دي او هیله ده چې دغه مرکز د روان کال تر پایه خپلې پروګرامونه په افغانستان کې پیل کړي.
د هغه په وینا، د دې مرکز اصلي تمرکز به د روسي ژبې پراختیا، د روسیې د تاریخ او کلتور معرفي او د ښوونې او روزنې پروګرامونو په ځانګړي ډول په ښوونځیو او پوهنتونونو کې وي.
د روسیې د ولسي ډیپلماسي مرکز اوس مهال په ۹ افریقایي هېوادونو او همدارنګه په آبخازیا کې فعالیت کوي او زیاتره پروګرامونه یې په کلتوري او تعلیمي برخو کې تطبیق کېږي.
د «روسیې – د اسلام نړۍ» د ۱۷ مي اقتصادي غونډې له ۲۲ تر ۲۷ د غویي پورې په کازان کې ترسره کېږي او د طالبانو یوه هیئت هم په دې غونډه کې ګډون لري.
دمیتري ساولوف مخکې هم د مسکو کې د طالبانو له سفیر گل حسن سره لیدلي او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه یې ورسرره کړي خبرې کړي وې.
د روسیې د ولسي ډیپلماسي مرکز یو ثبت شوی بنسټ دی چې فعالیت یې په ۲۰۲۴ کال کې پیل کړی دی. دغه مرکز د ولسي ډیپلماسي د پراختیا، د روسیې د ژبې، کلتور او تاریخ د ترویج لپاره په نورو هېوادونو کې فعالیت کوي.
د دې مرکز له فعالیتونو څخه د «روسیو کورونو» جوړول، د ښوونځیو او پوهنتونونو په کچه تعلیمي، کلتوري او علمي پروګرامونه، او همدارنګه د ملتونو تر منځ غیر رسمي اړیکو پیاوړي کول شامل دي.
دغه بنسټ د روسیې د دولتي ادارې سره په بشردوستانه همکاریو کې نږدې اړیکې لري، خو ځان د غیر دولتي بنسټ په توګه معرفي کوي.
تر دې دمه د دې مرکز اصلي تمرکز په افریقایي هېوادونو و، او اوس افغانستان هم د دې مرکز د پراختیايي فعالیتونو په فهرست کې شامل شوي دي. ځینې کارپوهان دا ډول بنسټونه د روسیې د فرهنګي او ژبني نفوذ د پراختیا د یوې وسیلې په توګه بولي.
لیکواله:سلیمه آریايي








