سیدجلال حسینی بدخشاني، د اسلامي فلسفې او اسماعیلي مطالعاتو مخکښ څېړونکی، په لندن کې د ۸۵ کلونو په عمر وفات شو.
د شهرآرا نیوز د چهارشنبې په ورځ، د زمري په ۲۲مه، راپور ورکړی چې بدخشاني له اکسفورډ پوهنتون څخه د زدهکړو له دوام او د اسلامي فلسفې په برخه کې د دوکتورا له ترلاسه کولو وروسته، په لندن کې د اسماعیلي مطالعاتو په انسټیټیوټ کې کار وکړ او د دغه بنسټ د کتابتون په جوړولو کې یې هم مهم رول درلود.
بدخشاني د خپل ژوند څو لسیزې د ایران او اسلام د فلسفي او لیکلي میراث د څېړنې، تصحیح او ژباړې لپاره ځانګړې کړې. د هغه د څېړنیزو فعالیتونو مهمه برخه د خواجه نصیرالدین طوسي له اثارو او اسماعیلي میراث سره تړاو درلود.
نوموړي د «سیر و سلوک» او «روضه تسلیم» په ګډون یو شمېر اثار تصحیح او ژباړلي او د خواجه نصیرالدین طوسي د څو رسالو په خپرولو کې یې هم ونډه اخیستې ده.
دغه څېړونکي د یو شمېر علمي اثارو په خپرولو او د فرانسې د ملي کتابتون له ټولګې څخه د «دستورالمنجمین» د خطي نسخې د انځورونو د ترلاسه کولو او څېړونکو ته د لاسرسي په برابرولو کې هم رول درلود.
بدخشاني په تاجکستان کې د «پیوند انجمن» له بنسټګرو څخه هم و او د خپل فعالیت په کلونو کې یې د فارسيژبو خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د فارسي ژبې د پراختیا لپاره هڅې وکړې.
لیکواله:سلیمه آریایي








