د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف اسلاماباد مې د امریکا په سفارت کې د متحده ایالاتو د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ او د امریکا او پاکستان اړیکې یې «ځانګړې او تاریخي» وبللې.
شهباز شریف د خپلې وینا پر مهال وویل چې د تېر کال د هند او پاکستان د کړکېچ پر مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر وخت او پرېکنده مداخله وکړه چې له امله یې د دواړو اټومي وسلو لرونکو هېوادونو ترمنځ جګړه ودرېده او اوربند ټینګ شو. نوموړي زیاته کړه چې پاکستان به د ټرمپ له دې اقدام څخه تل منندوی پاتې شي او هغه به د سولې د یوه ملاتړي او داعي په توګه یاد ساتي.
د پاکستان لومړي وزیر همداراز وویل چې اسلاماباد او واشنګټن د تېرو نږدې اتو لسیزو راهیسې په امنیتي، اقتصادي، تعلیمي او انرژۍ برخو کې نږدې همکاري کړې او دواړه هېوادونه لا هم د ګډو ګټو لپاره کار کوي.
دغه مراسم د امریکا سفارت له لوري د متحده ایالاتو د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې د لمانځنې په موخه جوړ شوي وو چې پکې د پاکستان د حکومت لوړپوړو چارواکو، ډیپلوماټانو او نورو مېلمنو ګډون کړی و.
لیکوال:سعید سمیر








