TOOSnews
اعلان
د ډرون برید وروسته د کویټ نړیوال هوايي ډګر الوتنې وځنډول شوې.
نړۍټوس نیوز

د ډرون برید وروسته د کویټ نړیوال هوايي ډګر الوتنې وځنډول شوې.

۱۴ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

کویت اعلان وکړ چې د دغه هېواد د نړیوال هوايي ډګر ټولې الوتنې د سې شنبې له ماښام راهیسې د امنیتي اقداماتو تر بشپړېدو او د عملیاتي چمتووالي تر بشپړ ډاډ ترلاسه کېدو پورې ځنډول شوي دي. د کویټ د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي چې الوتنې بدیلو هوايي ډګرونو ته اړول شوي دي.

دا پرېکړه له هغې حملې وروسته وشوه چې کویټي چارواکو یې پړه د ایران پر اسلامي جمهوریت اچولې ده. د کویټ د ملکي هوايي چلند ادارې د خبر له مخې، تخنیکي ټیمونو د هوايي ډګر تاسیساتو او عملیاتي سیسټمونو ته د اوښتو زیانونو ارزونه او څېړنه پیل کړې ده، څو د ترمیم او بیا رغونې چارې په لنډ ممکن وخت کې ترسره شي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې د هوايي ډګر د فعالیتونو د بشپړ بیا پیل دقیق وخت نه دی ښودل شوی، او مسؤلو چارواکو هم تر اوسه د الوتنو د عادي کېدو د مهالویش په اړه څه نه دي ویلي.

د کویټ د دفاع وزارت رسمي ویاند، سعود عبدالعزیز العطوان، ویلي چې د چهارشنبې په سهار څو بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) د کویت نړیوال هوايي ډګر لومړی ترمینل په نښه کړی دی. د هغه په وینا، دې برید پراخ مالي زیانونه اړولي او څو کسان یې ټپیان کړي دي.

العطوان زیاته کړه چې ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې تر څارنې او پاملرنې لاندې دی.

د کویټ د دفاع وزارت ویاند همداراز ټینګار وکړ چې د دغه هېواد وسله‌وال ځواکونه د اړوندو ادارو په همغږۍ روان وضعیت په دوامداره توګه څاري او د هر ډول احتمالي حالت د مقابلې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

هغه په پای کې وویل چې د کویټ وسله‌وال ځواکونه به د هېواد د امنیت، ثبات او بنسټیزو تأسیساتو د ساتنې لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.