د افغانستان په ډېرو کورنیو مجلسونو کې د محلي ترانو همغږي له دایرې سره د خلکو د ورځني ژوند یوه برخه ګرځېدلې ده. په کابل کې د یوې شپې مېلمستیا پر مهال د نجونو یوه ډله د دایرې په غږولو سره یوه محلي ترانه همغږې کوي؛ دا د هغې مینې انځور دی چې د محدودیتونو سره سره لا هم د خلکو په منځ کې ژوندۍ پاتې ده.
مژګان، د کابل ۲۴ کلنه اوسېدونکې، وايي چې کورنۍ د احتمالي پایلو د اندېښنې له امله په لوړ غږ موسیقي نه خپروي، له همدې امله دایره په کورنیو مجلسونو کې ځانګړی ځای لري. د هغې په وینا، د ورور په واده کې یې چې دوه میاشتې مخکې ترسره شو، د کورنۍ نجونو او ښځو هره شپه د دایرې په غږولو او د محلي ترانو په ویلو د خوښۍ فضا رامنځته کوله. هغه زیاتوي چې له دوی څخه هېچا مسلکي موسیقي نه ده زده کړې، خو د وخت په تېرېدو سره یې د دې ساز د غږولو طریقه زده کړې ده.
په وروستیو کلونو کې، په افغانستان کې د موسیقۍ پر وړاندې د محدودیتونو سره هم مهاله، دایره لا هم د هېواد په بازارونو کې پلورل کېږي. ډېری کورنۍ له دې ساز څخه د خوښیو په مراسمو، د شپې ناستو او خصوصي غونډو کې د موسیقۍ د فضا د ساتلو لپاره کار اخلي او دا د موسیقۍ د دودونو د ژوندي ساتلو یوه لاره ګڼي.
په هرات ولایت کې هم هغه ښځې چې د خلکو له خوا «مطربې» بلل کېږي، لا هم د دایرې په غږولو او د محلي ترانو په ویلو ځینو مراسمو کې ګډون کوي. دا ښځې موسیقي د خپل اصلي مسلک په توګه نه تعقیبوي، خو په خصوصي غونډو کې د محلي سندرو په اجرا کې ونډه لري.
د هراتځینې اوسېدونکي وايي چې د خوښیو د مراسمو لپاره د مطربو موندل، په ځانګړي ډول د واده په مراسمو کې، سخت شوي دي. د دې کسانو شمېر کم شوی او ځینې یې د موجودو اندېښنو له امله په مراسمو کې له ګډون څخه ډډه کوي. له دې سره سره، د دوی حضور لا هم د ډېرو کورنیو له خوا هرکلی کېږي.
د دایرې د کارولو د زیاتوالي یو مهم لامل د دې ساز سادګي او ټیټه بیه ده. دا ساز چې عموماً په بازار کې تر ۱۰ ډالرو کم قیمت لري، د ډېرو کورنیو لپاره د اخیستلو وړ دی. سربېره پر دې، دایره برېښنا یا اضافي وسایلو ته اړتیا نه لري او د انتقال او کارولو له پلوه اسانه ده؛ هغه ځانګړتیاوې چې د دې ساز د زیاتې محبوبیت سبب شوي دي.
په افغانستان کې دایره عموماً د پسونو یا وزو له پوستکي جوړېږي، که څه هم په بازار کې د پلاستیکي موادو ارزانه بېلګې هم شته. دا ساز له پخوا راهیسې د افغانستان د محلي موسیقۍ برخه پاتې شوې او په ډېرو دري او پښتو ترانو کې ترې کار اخیستل کېږي.
په وروستیو میاشتو کې په ټولنیزو رسنیو کې ګڼې ویډیوګانې خپرې شوي چې ښيي دایره د پسرلنیو جشنونو او د ځوانانو په غونډو کې مهم حضور لري. همدارنګه په ټیکټاک، فېسبوک او انسټاګرام کې د افغانستان د نجونو او ښځو انځورونه او ویډیوګانې خپرې شوي چې د دایرې په غږولو او د محلي ترانو په اجرا بوختې دي.
ځینې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي د دایرې یادونه د افغانستان د موسیقۍ د دوام نښه ګڼي او باور لري چې دا ساز سبب شوی چې موسیقي، که څه هم په محدود ډول، لا هم د خلکو په ورځني ژوند کې موجوده پاتې شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








