TOOSnews
اعلان
د تهران په سیاسي غونډه کې د افغان ماشوم ګډون پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
نړۍټوس نیوز

د تهران په سیاسي غونډه کې د افغان ماشوم ګډون پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

شایق کفشانی، یو افغان ماشوم، په تهران کې په هغه مراسمو کې چې د روح‌الله خمیني او علي خامنه‌يي د درناوي په مناسبت جوړ شوي وو، د شعر ویلو او وینا کولو لپاره پر سټېج حاضر شو. دې پېښې یو ځل بیا په سیاسي او ایډیولوژیکو پروګرامونو کې د ماشومانو د ګډون په اړه بحثونه راپارولي دي.

د راپورونو له مخې، دغه مراسم د غبرګولي په ۱۴مه، د پنجشنبې په ورځ، په تهران کې ترسره شول او شایق کفشاني د پروګرام په یوه برخه کې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران او د ایران د اسلامي جمهوریت په ملاتړ څرګندونې وکړې.

تر اوسه داسې کوم معلومات نه دي خپاره شوي چې دا ۱۴ کلن ماشوم څنګه د دې مراسمو لپاره ټاکل شوی و. خو یوې ښځې چې د پروګرام پر مهال یې وینا کوله او د مراسمو له تنظیموونکو څخه معرفي شوې وه، ویلي چې شایق ته د دې غونډې لپاره بلنه ورکړل شوې وه.

شایق کفشاني په دې مراسمو کې لومړی د سپاه پاسداران په ستاینه کې یو شعر ولوست او وروسته یې په لنډو خبرو کې د ایران د اسلامي جمهوریت او هغه څه چې ده یې «د دښمنانو پر وړاندې د ایران د خلکو یووالی» وباله، ملاتړ څرګند کړ.

د یوه افغان ماشوم په دې سیاسي مراسمو کې د ګډون انځورونو او راپورونو خپرېدو ګڼ غبرګونونه او نیوکې راپارولي دي. منتقدین وایي چې په سیاسي او تبلیغاتي فعالیتونو کې د ماشومانو کارول د ماشومانو د حقونو او هوساینې له اصولو او معیارونو سره په ټکر کې دي.

د ماشومانو د حقونو ملاتړو بنسټونو او یو شمېر بشري حقونو سازمانونو په تېرو کلونو کې څو ځله خبرداری ورکړی چې په سیاسي، تبلیغاتي، امنیتي او ایډیولوژیکو فعالیتونو کې د ماشومانو کارول د ماشومانو له حقونو او ګټو سره په ټکر کې دي.

تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق(یونېسف)په خپلو راپورونو کې ټینګار کړی چې ماشومان باید د سیاسي او پوځي استفادې څخه خوندي وساتل شي، او د ماشومانو د حقونو اړوند نړیوالو ژمنو ته باید درناوی وشي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.