TOOSnews
اعلان
طالبانو په مزار شریف کې د بیهقي تاریخي کتاب‌پلورنځي ودانۍ ویجاړه کړې.
کلتور او هنرټوس نیوز

طالبانو په مزار شریف کې د بیهقي تاریخي کتاب‌پلورنځي ودانۍ ویجاړه کړې.

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بلخ ولایت ځايي سرچینې وايي چې طالبانو په مزار شریف ښار کې د بیهقي تاریخي کتاب‌پلورنځي ودانۍ د یوه تجارتي مارکیټ د جوړولو په موخه ورانه کړې ده. د دغو سرچینو په وینا، دغه ساحه تر دې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په واک کې وه، خو د طالبانو ښاروالۍ ته له سپارلو وروسته یې د ویجاړولو بهیر پیل شو.

سرچینو د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ ۱۱مه، ویلي چې د طالبانو ښاروالۍ د بیهقي کتاب‌پلورنځي د ودانۍ ترڅنګ تر ۲۲ زیات نږدې دوکانونه هم ویجاړ کړي دي. د هغوی په وینا، د دغو دوکاندارانو ته یوازې یوه ورځ وخت ورکړل شوی و چې خپل توکي له ځایه وباسي.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، د طالبانو ښاروالۍ اعلان کړی چې په دې ځای کې به یو تجارتي مارکیټ جوړ شي. محلي سرچینې وايي چې د دې پروژې د رغونې قرارداد له داوطلبو شرکتونو سره تر نهایي کېدو مخکې د ویجاړولو چارې پیل شوي دي.

یو دوکاندار ویلي چې لږ تر لږه ۲۲ دوکانونه په دې ساحه کې ویجاړ شوي دي. د هغه په وینا، د دې دوکانونو ځمکه شاوخوا ۵۰۰ متره مربع مساحت لري او کلونه د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په واک کې وه.

د یوې ځایي سرچینې په وینا، د طالبانو ښاروالۍ نیت لري چې د سلام مخابراتي شبکې ودانۍ او د پسته‌خانې دفتر هم په همدې سیمه کې ویجاړ کړي. دغه سرچینه زیاتوي چې د دواړو ودانیو د تخلیې امر هم د ښاروالۍ له خوا صادر شوی دی.

د بیهقي کتاب‌پلورنځی د مزار شریف ښار له پېژندل شویو او سمبولیکو ودانیو څخه ګڼل کېده. دغه ودانۍ د اسلامي معمارۍ، آبي کاشي‌کارۍ او مینیاتوري انځورونو له امله ځانګړې ښکلا لرله او د مزار د روضې له معمارۍ سره یې ځانګړې همغږي درلوده. کارپوهان یې عمر نږدې یوې پېړۍ ته رسوي.

له دې پېښې وروسته، د بشري حقونو د فعالانو ټولنې په یوه بیانیه کې د دې تاریخي ودانۍ ویجاړول د افغانستان د کلتوري میراث او تاریخي حافظې د له منځه وړلو د اندېښمنوونکي بهیر یوه بېلګه بللې ده. دې ادارې ټینګار کړی چې د بیهقي کتاب‌پلورنځي له منځه وړل یوازې د یوې ودانۍ ویجاړول نه دي، بلکې د مزار شریف د ښار د فرهنګي او تاریخي هویت یوه برخه هم له منځه وړي.

دې ټولنې همدارنګه خبرداری ورکړی چې د فرهنګي نښو هدف ګرځول د کلتوري حقونو، د تاریخي آثارو د ساتنې او د افغانانو د ګډ هویت پر ضد جدي ګواښ دی او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي چې د افغانستان د فرهنګي میراث د ویجاړولو په اړه عاجله پاملرنه او اقدام وکړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.