د سعودي عربستان د احصایې عمومي ادارې اعلان کړی، چې د روان کال د حج په مراسمو کې د ګډون کوونکو شمېر له یو میلیون او ۷۰۷ زرو کسانو اوښتی دی.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، له دې ډلې څه باندې یو میلیون او ۵۴۶ زره حاجیان د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه سعودي عربستان ته تللي دي، څو د حج فریضه ادا کړي.
په دغو حاجیانو کې شاوخوا ۳۰ زره افغان حاجیان هم شامل دي، چې د حج مراسمو د ترسره کولو لپاره مکې مکرمې او مدینې منورې ته رسېدلي دي.
سعودي چارواکو ویلي، د حاجیانو د اسانتیا، امنیت او روغتیايي خدمتونو لپاره پراخ تدابیر نیول شوي او د حج ټول مراسم تر ځانګړي څار لاندې روان دي.
لیکوال:سعید سمیر








