د امریکا پوځ اعلان کړی چې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ځواکونو د پنجشنبې په سهار، د زمري ۲مه د تهران پر وخت، چې د امریکا د ختیځ وخت له مخې د ۲۰۲۶ کال د جولای د ۲۳مې د شپې له ۹ بجو سره برابره ده، د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي اهدافو پر ضد د خپلو عملیاتو دیارلسمه پرلهپسې شپه په بریالیتوب سره بشپړه کړه.
د امریکا د پوځ د خبرپاڼې له مخې، په دې عملیاتو کې د ایران د پوځ د قوماندې مرکزونه، د بېپیلوټه الوتکو د ساتنې ځایونه، د مخابراتي شبکو مرکزونه، د ساحلي څارنې مرکزونه او سمندري پوځي وړتیاوې په نښه شوي دي. په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د دغو بریدونو موخه د هغو ګواښونو کمول دي چې د امریکا په وینا، د ایران اسلامي جمهوریت یې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو او ملکي سمندري تګراتګ پر وړاندې رامنځته کوي.
د امریکا پوځ همدارنګه ویلي، سره له دې چې په وروستیو کې سپاه پاسداران بریدونه کړي، د هرمز تنګی لا هم د بېړیو د تګراتګ لپاره پرانیستی دی او سوداګریزې بېړۍ د امریکايي ځواکونو په ملاتړ په دې نړیواله سمندري لاره کې خپل ازاد تګراتګ ته دوام ورکوي.
د خبرپاڼې په پای کې ویل شوي چې دا مهال له ۵۰ زرو څخه زیات امریکايي سرتېري د منځني ختیځ په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای دي او خپلو پوځي ماموریتونو ته دوام ورکوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








