TOOSnews
اعلان
د كابل په كلكان كې يوه ١۴ كلنه نجلۍ د خپل پلار له لوري وژل شوې.
افغانستانټوس نیوز

د كابل په كلكان كې يوه ١۴ كلنه نجلۍ د خپل پلار له لوري وژل شوې.

۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

سیمه‌ییزو سرچینو ویلي،چې د کابل په کلکان ولسوالۍ کې د قاسم په نوم یو کس خپله ۱۴ کلنه لور د بېلچې په وسیله وژلې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا پېښه دوه ورځې وړاندې شوې او یاد کس د پېښې وروسته طالبانو ته ځان تسلیم کړی دی.

د قرباني شوې نجلۍ خپلوانو ویلي، دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه چې نجلۍ د کلي له مدرسې څخه کور ته د راستنېدو پر مهال د یوه ځوان هلک سره د خبرو په تور تورنه شوې وه.

سرچینې زیاتوي چې د نجلۍ پلار د دغې ادعا له اورېدو وروسته خپله لور په مرګ ګواښلې وه او وروسته یې د شپې د خوب پر مهال وژلې ده.

د خپلوانو په وینا، وروسته له څېړنو څرګنده شوه چې نجلۍ له کوم هلک سره هېڅ ډول اړیکه نه لرله او هغه معلومات چې پلار ته ورکړل شوي وو ناسم وو.

تر اوسه د طالبانو له لوري د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي شوي.

د بشري حقونو فعالان وایي چې د داسې پېښو تر شا اکثره ناسم دودونه، د زورواکي کلتور او د قانون د حاکمیت کمزورتیا وي، چې په ډېری مواردو کې ښځې او نجونې ترې زیانمنې کېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.