مقدس محبي، چې په متحده ایالاتو کې مېشته افغانه زدهکوونکې ده، د امریکا د هارموني ښوونځیو د تجسمي هنرونو سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ او د سیالیو په بېلابېلو پړاوونو کې یې ځلانده وړتیا وښوده.
د دغو سیالیو په لومړي پړاو کې، د مقدسې محبي هنري اثر د ښوونځي په کچه د غوره انځورګرۍ په توګه وټاکل شو او هغې د Harmony Science Academy Carrollton ښوونځي د نقاشۍ د برخې د ګټونکې لقب ترلاسه کړ.
له دې بریا وروسته، د هغې هنري اثر د شمالي ټکساس سیمې سیالیو ته لار ومونده او د هارموني د بېلابېلو ښوونځیو د زدهکوونکو د وړاندې شویو آثارو ترمنځ یې د شمالي ټکساس د منځنۍ دورې په کچه د غوره انځورګرې مقام خپل کړ.
وروسته د دې افغانې زدهکوونکې هنري اثر د سیالیو وروستي او سراسري پړاو ته ورسېد. دغه سیالۍ د ټکساس ایالت له څه باندې ۶۰ هارموني ښوونځیو د زدهکوونکو په ګډون ترسره شوې وې او د بېلابېلو پړاوونو بریالي زدهکوونکي پکې برخهوال وو.
په وروستي پړاو کې، د مقدس محبي هنري اثر د سیالیو د غوره هنري اثر په توګه وټاکل شو او هغې د دغو سیالیو تر ټولو لوړه جایزه، یعنې «د هارموني ښوونیز سیستم د هنري سیالیو ستره اتلې» لقب ترلاسه کړ.
د مقدس محبي بریاوې یوازې د هنر تر ډګر پورې محدودې نه دي. هغې د زدهکړو په برخه کې هم د غوره فعالیت او لوړو نمرو له امله د «AB Honor Roll» ویاړ ترلاسه کړی دی.
دې افغانې زدهکوونکې د ساینس، ټکنالوژۍ، انجینرۍ، هنر او ریاضیاتو (STEAM) او د پروژې پر بنسټ د زدهکړو په پروګرامونو کې هم د پام وړ بریاوې لرلې دي. د هغې علمي پروژه د ښوونځي د غوره پروژې په توګه وټاکل شوه او د نوښت، خلاقیت او علمي لاستهراوړنو له امله یې د STEAM جام هم ترلاسه کړ.
د مقدس محبي لاستهراوړنې په نړیوالو ښوونیزو چاپېریالونو کې د افغان زدهکوونکو د بریالیتوب یوه روښانه بېلګه ده او ښيي چې زدهکړو او برابر فرصتونو ته لاسرسی کولی شي د علمي، فرهنګي او هنري استعدادونو د غوړېدو زمینه برابره کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








