د افغانستان د ټکوانډو ملي لوبډله به د پاکستان په لاهور ښار کې د «نړیوال ټکوانډو ولسمشر کپ – اسیایي سیمه ۲۰۲۶» په اتم پړاو سیالیو کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې چې دغه سیالۍ د اګست له ۱۷مې تر ۲۱مې پورې د لاهور په جناح سپورټي کمپلکس کې ترسره شي. د اسیايي ټکوانډو اتحادیې د مهالوېش له مخې، د اګست ۱۷مه د پومسه سیالیو، له ۱۸مې تر ۲۰مې د کیوروګي او ۲۱مه د پارا کیوروګي سیالیو ته ځانګړې شوې ده.
د پاکستاني سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې به د شاوخوا ۳۸ هېوادونو ورزشکاران ګډون وکړي. د ګډونوالو شمېر شاوخوا ۸۷۳ تنه اټکل شوی، چې ۶۰۹ ورزشکاران او ۲۶۲ د بېلابېلو پلاوو مسوولین دي.
د طالبانو د سپورټي ادارو په وینا، په دې سیالیو کې د افغان ورزشکارانو ګډون به د هېواد د ځوانو ټکوانډو لوبغاړو لپاره د نړیوالې تجربې د ترلاسه کولو او د خپلو وړتیاوو د ښودلو زمینه برابره کړي.
لیکوال:سعید سمیر








