د کابل یو اوسېدونکی وایي چې د طالبانو ځواکونه په ځینو سیمو کې د پلازمېنې په کچه کور په کور ګرځي او له اوسېدونکو څخه ۱۰۰ افغانۍ راټولوي، او خلکو ته ویل کېږي چې دا پیسې د جوماتونو او امامانو د لګښتونو لپاره دي.
یاد کس، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، رسنیو ته ویلي چې د طالبانو کسان هره اوونۍ د خلکو کورونو ته ورځي او له هرې کورنۍ څخه ۱۰۰ افغانۍ اخلي. د هغه په وینا، دا کار د جوماتونو او امامانو د لګښتونو د راټولولو په نوم ترسره کېږي.
هغه ټینګار کړی چې ډېری کورنۍ په سخت اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي او د اضافي لګښتونو د ورکړې توان نه لري. د هغه په وینا، د معیشتي فشارونو زیاتوالی د دې لامل شوی چې د ځینو خلکو لپاره د داسې پیسو ورکړه ډېره سخته شي.
د کابل دې اوسېدونکي همدارنګه ویلي چې د طالبانو د وسلهوالو کسانو شتون د پیسو د راټولولو پر مهال د خلکو د مخالفت امکان له منځه وړي. هغه زیاته کړې چې په داسې شرایطو کې ډېری خلک ځانونه اړ احساسوي چې دا غوښتنه رد نه کړي.
نوموړي د کابل په ځینو سیمو کې د جوماتونو د زیاتوالي له امله هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ښار په ځینو برخو کې جوماتونه ډېر نږدې یو بل ته جوړ شوي دي. د هغه په وینا، که د دې مرکزونو د لګښتونو برابرول ستونزمن وي، نو د هغوی زیاتوالی د خلکو ترمنځ پوښتنې راپورته کوي.
تر دې وړاندې هم یو شمېر افغانانو د طالبانو له لوري د بېلابېلو نومونو لاندې د پیسو له راټولولو څخه شکایت کړی و. ځینې یې دا اقدام پر هغو کورنیو مالي فشار بولي چې له فقر او بېکارۍ سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لا هم له پراخ انساني او معیشتي بحران سره مخ دی. ملګرو ملتونو ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه خلک، چې د هېواد ۴۵ سلنه نفوس جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د خلکو تر ټولو مهمې اړتیاوې خوړو ته لاسرسی، د شدیدې خوارځواکۍ درملنه، لومړني روغتیايي خدمات، د څښاک پاکې اوبه او د ملاتړ خدمات دي. دې سازمان خبرداری ورکړی چې ۱۷.۴ میلیونه خلک په افغانستان کې د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ دي او د دې شمېر د زیاتېدو احتمال هم شته.
ملګرو ملتونو همدارنګه ویلي چې د نړیوالو بودیجو کمښت د خوړو مرستې محدودې کړي او د مرستندویه بنسټونو وړتیا یې د خلکو د مخ په زیاتېدونکو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کمه کړې ده.
د راپور له مخې شاوخوا ۴.۹ میلیونه ماشومان تر پنځو کلونو کم عمره، امیندواره او شیدې ورکونکې ښځې په افغانستان کې د شدیدې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا لري. مرستندویه بنسټونو څو ځله خبرداری ورکړی چې فقر، بېکاري او د بهرنیو مرستو کمښت د میلیونونو افغان کورنیو ژوند له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








