TOOSnews
اعلان
پكتيكا کې د کور مخې ته د ماين چاودنه كې پلار او زوى ټپيان شوي دي.
افغانستانټوس نیوز

پكتيكا کې د کور مخې ته د ماين چاودنه كې پلار او زوى ټپيان شوي دي.

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پکتیکا ولایت یو شمېر اوسېدونکو ادعا کړې چې په دغه ولایت کې د یوه سپین‌ږیري سړي د کور مخې ته ځای پر ځای شوی ماین چاودېدلی، چې له امله یې د کور خاوند او د هغه زوی ټپیان شوي دي.

د اوسېدونکو په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې سپین‌ږیری سهار وختي د خپل کور دروازه خلاصوله. دوی زیاتوي چې له دروازې سره نښلول شوی ماین په همدې مهال وچاودېد او دواړه کسان یې ټپیان کړل.

ځايي خلک ادعا کوي چې د پېښې تر شا شخصي دښمنۍ او شخړې موجودې دي. هغوی همدارنګه وایي چې د سیمې امنیتي وضعیت ته په کتو، دا ډول چاودېدونکي توکي د عادي خلکو له لاسرسي بهر دي او د دوی په باور «له سیمه‌ییزو با نفوذه کسانو له همکارۍ پرته د ماین ځای پر ځای کول امکان نه لري».

تر اوسه د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي، او د پېښې دقیق ځای او څرنګوالی لا هم نه دی روښانه شوی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.