محمد فواد نادري، خبریال او د ورزشي فلم اخیستلو مسئول، ویلي دي چې د ځینو ورزشي مسئولینو د شخصي تمايلو، بېباورۍ او غیر مسلکي چلند له امله به نور د کندز ولایت په ورزشي فلم اخیستلو او اطلاعرسانۍ برخه کې فعالیت ونه کړي.
هغه چې په وروستیو کلونو کې په ځانګړې توګه د کندز د فوټبال سیالیو د پوښښ په برخه کې فعاله ونډه لرله، دغه خبر یې په خپله فیسبوک پاڼه کې خپور کړی او لیکلي یې دي: «زه تل د ریښتینولۍ او ژمنتیا په اساس د ورزشکارانو او کلپونو ترڅنګ وم، خو زما هڅې او زحمتونه له پامه غورځول شوي دي.»
دغه ورزشي خبریال زیاته کړې: «له نن څخه به له فډراسیون او د کندز د ورزش ادارې سره هېڅ ډول رسنیزه همکاري ونه لرم.»
وروسته له دې څرګندونو، یو شمېر خبریالانو او رسنیزو فعالانو په دې اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې هغه د کندز د فوټبال فډراسیون په شته ستونزو او کمکارۍ باندې د رڼا اچولو له امله د ځینو مسئولینو سخت چلند سره مخ شوی دی.
د دغو خبریالانو په باور، فعال او ریښتیني کسان په ورزشي او اطلاعرسانۍ برخه کې د هېواد د فوټبال په اوسني چاپېریال کې له بېلابېلو ننګونو او فشارونو سره مخ دي.
هغوی همدارنګه د کندز د فوټبال د مدیریت په بدلونونو اشاره کړې او ویلي یې دي چې پخوانی مسئول له دندې لرې شوی او یو نوی کس ټاکل شوی چې دوی وایي له مرکزي مسئولینو سره همغږي لري، خو تر اوسه یې د دې ولایت د فوټبال په ښه والي کې مؤثره ونډه نه ده لرلې.
لیکواله:سلیمه آریایي








