TOOSnews
اعلان
حامد كرزي د ذكيه خدادادي د سرو زرو مډال كټل د افغانانو لپاره د وياړ ځاى وباله.
ورزشټوس نیوز

حامد كرزي د ذكيه خدادادي د سرو زرو مډال كټل د افغانانو لپاره د وياړ ځاى وباله.

۲۶ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانې پاراتکوانډو لوبغاړې ذکیه خدادادي له لوري د اروپا د ۲۰۲۶ کال پاراتکوانډو سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټل ستایلي او هغې ته یې مبارکي ویلې ده.

کرزي په خپل پیغام کې ویلي، د ذکیه خدادادي وروستۍ بریا د افغانانو لپاره د خوښۍ او ویاړ وړ ده. هغه هیله څرګنده کړې چې نوموړې به په راتلونکو نړیوالو سیالیو کې هم لا ډېرې بریاوې خپلې کړي.

ذکیه خدادادي د جرمني د مونیخ ښار په کوربتوب ترسره شوو دغو سیالیو کې په پایلوبه کې خپلې ترکي سیالې ته ماته ورکړه او د سرو زرو مډال یې ترلاسه کړ.

نوموړې په دې سیالیو کې د فرانسې په استازیتوب ګډون کړی و. خدادادي تر دې وړاندې هم په ۲۰۲۳ کال کې د اروپا د پاراتکوانډو سیالیو د سرو زرو مډال ګټونکې شوې وه.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.