د طالبانو مشر مولوي هبتالله اخوندزاده د شمال لوېدیځ او شمال ختیځ زون د نهو ولایتونو له والیانو، د علماوو شوراګانو او استیناف محکمو له رییسانو سره په کندهار کې د لیدنې پر مهال ویلي، هغه عمومي بښنه چې د خپلو مخالفانو لپاره یې اعلان کړې وه، لا هم پر خپل ځای ده او د دوی له مخالفانو سره حساب نه کېږي.
د طالبانو د ارګ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، هبتالله اخوندزاده ویلي چې عمومي بښنه یې د غچاخیستنې د مخنیوي او په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره اعلان کړې وه. د نوموړي په وینا، د پخواني حکومت هغو کسانو چې وسلې یې پر ځمکه ایښې دي، بښنه ورکړل شوې او اوس هم ورسره د حساب او کتاب چلند نه کېږي.
هبتالله خپلو چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د عفوې، زغم او د بدیو د له منځه وړلو فرهنګ ته وده ورکړي او خلک هم دې بښنې ته وهڅوي. هغه ویلي: «دوی هم اسلحه کښېښوده، موږ هم عفوه ورته وکړه، بیا مو حساب نه دی ورسره کړی، اوس یې هم نه ورسره کوو.»
د طالبانو مشر همداراز د شریعت، امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر پلي کېدو ټینګار کړی او د علماوو او طالب چارواکو څخه یې غوښتي چې د ده فرمانونه لومړی پر ځان عملي او وروسته یې خلکو ته ورسوي.
په همدې حال کې د طالبانو ارګ ویلي، چې په دې ناسته کې ګډونوالو دیني عالمانو له هبتالله اخوندزاده سره خپل بیعت هم تازه کړی دی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د بشري حقونو ګڼو بنسټونو او راپورونو په وروستیو کلونو کې د پخواني حکومت د یو شمېر سرتېرو د نیولو، شکنجې، زنداني کېدو او وژنو ادعاوې ثبت کړې دي، هغه ادعاوې چې طالبانو تل رد کړې دي.
لیکوال:سعید سمیر








