په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو پنځمې کلیزې ته په نږدې کېدو سره، د بشري حقونو د څار سازمان اعلان وکړ چې افغانستان د نړۍ یو له تر ټولو سخت بشري او د بشر حقونو له ناورین سره مخ دی. دغه سازمان وايي چې پر ښځو او نجونو پراخو محدودیتونو او د نیوکه کوونکو ځپلو د دې هېواد وضعیت تر بل هر وخت ډېر خراب کړی دی.
د بشري حقونو څار د دوشنبې په ورځ، د زمري ۱۲مه، په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه راپور کې لیکلي چې دغې ډلې له واکمنېدو راهیسې د پراخو محدودیتونو په لګولو سره د وګړو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو، اساسي حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
په دغه راپور کې راغلي چې ښځې او نجونې تر اوسه له ثانوي او لوړو زده کړو بې برخې دي او د کار، د تګ راتګ ازادۍ، د بیان ازادۍ او په عامه ژوند کې د حضور په برخه کې هم له پراخو محدودیتونو سره مخ دي. دغه سازمان دا محدودیتونه په افغانستان کې د بشري حقونو له خورا مهمو ننګونو څخه بللي دي.
د بشري حقونو څار همدارنګه اعلان کړی چې خبریالان، مدني فعالان او هغه کسان چې طالبان یې خپل نیوکه کوونکي ګڼي، لا هم له ګواښونو، خپلسري نیول کېدو او شکنجو سره مخ دي. د دغه سازمان په وینا، د تېر حکومت په سلګونو امنیتي سرتېري هم په تېرو کلونو کې د غچ اخیستونکو کړنو او صحرايي وژنو قرباني شوي دي.
د دغه راپور په بلې برخې کې د افغانستان بشري وضعیت «بحراني» بلل شوی دی. د بشري حقونو څار سازمان د لیکنې له مخې، د نړیوالو مرستو د پام وړ کمښت له امله، اوس مهال د افغانستان نیمایي نفوس خوراکي مرستو او روغتیایي خدماتو ته اړتیا لري او د هېواد روغتیایي نظام هم د سرچینو له سخت کمښت سره مخ دی.
یاد بنسټ زیاته کړې چې په افغانستان کې څه باندې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي. دغه راز له پاکستان او ایران څخه د افغان مهاجرینو ډلهيیز ایستلو بشري ناورین نور هم ژور کړی دی، ځکه ډېری بېرته راستانه شوي کسان سرپناه، دندې او عایداتي سرچینې نه لري.
په راپور کې دا هم راغلي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ وسله والو نښتو، او په وروستیو کلونو کې د داعش د خراسان څانګې بریدونو، په سلګونو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د بشري حقونو څار سازمان دا وضعیت په افغانستان کې د ناامنۍ او بشري ناورین د زیاتېدو له لاملونو څخه ګڼلی دی.
د بشري حقونو څار د نړیوالې جنایي محکمې له خوا د طالبانو د مشرانو د نیولو حکم صادرېدو او په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځواب وینې د خپلواک میکانیزم رامنځته کېدو ته په اشارې سره، دا اقدامات د بشر حقونو د نقض کوونکو مصونیت ته د پای ټکي اېښودلو په لاره کې مهم ګامونه بللي دي.
دغه سازمان په پای کې ټینګار کړی چې یوازې د طالبانو د تګلارو غندل بسنه نه کوي. یاد سازمان له حکومتونو غوښتي چې پر طالبانو فشارونه زیات کړي - ترڅو پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لغوه کړي - د ځواب ویلو د نړیوالو پروسو په ملاتړ، د افغانستان د بشري پروګرامونو د بودیجې په تامین او د افغان پناه غوښتونکو او مهاجرینو د اجباري ایستلو په پای ته رسولو سره، د دې هېواد د وضعیت د ښه کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








