په هرات ولایت کې ځايي سرچینې وایي چې طالبانو د دې ولایت په ځینو شیعه مېشتو سیمو کې د غدیر اختر د مراسمو او جشنونو د ترسره کېدو مخه نیولې ده. د سرچینو په وینا، د پنجشنبې په ورځ چې د غدیر اختر له ورځې سره برابره وه، د طالبانو ځواکونه دغو سیمو ته ورغلي او له اوسېدونکو یې غوښتي چې د دې مناسبت اړوند غونډې او پروګرامونه ترسره نه کړي.
د سرچینو د څرګندونو له مخې، د طالبانو غړو خلکو ته ویلي چې غدیر اختر«په اسلام کې ځای نه لري»، نو ځکه باید د هغه په مناسبت هېڅ ډول مراسم ونه نیول شي.
غدیر اختر د شیعه مسلمانانو له مهمو مذهبي مناسبتونو څخه ګڼل کېږي او هر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو او د افغانستان په شیعه مېشتو سیمو کې د دیني مراسمو او ولسي غونډو په ترسره کولو سره لمانځل کېږي.
د سیمې اوسېدونکي وایي چې د طالبانو د لاسوهنې له امله، سږ کال په هرات کې د دې مناسبت د لمانځنې لپاره د پلان شویو پروګرامونو لویه برخه ترسره نه شوه.
طالبانو تر اوسه د دغو راپورونو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
دا پېښه په داسې حال کې راپور شوې چې په وروستیو میاشتو کې یو شمېر شیعه دیني عالمانو او مخورو د هغه څه په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې دوی یې د شیعه ټولنې پر وړاندې مذهبي محدودیتونه او تبعیض بولي.
څه موده وړاندې د افغانستان شیعه عالم، سیدحسین بهسودي، د لوی اختر د لمانځه په خطبو کې پر شیعه ګانو د طالبانو له خوا د مذهبي فشارونو او محدودیتونو باندې نیوکه کړې وه.
د بشري حقونو بنسټونو او نړیوالو سازمانونو هم تر دې وړاندې څو ځله په افغانستان کې د مذهبي ازادیو او د دیني او مذهبي لږکیو د حقونو د رعایت پر اهمیت ټینګار کړی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








