جمهوري نظام کې د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مریم سما د موبي ګروپ پر مشر سعد محسني سختې نیوکې کړي او هغه یې له پخوا راهیسې د طالبانو د ملاتړي او لابيګر تور یاد کړی دی.
مریم سما په خپلو څرګندونو کې ویلي چې هیله ده اوس خلک پوه شوي وي چې یادې رسنۍ د جمهوري نظام پر مهال څنګه د نظام د کمزوري کېدو او د طالبانو د بیا واکمنېدو لپاره زمینه برابره کړې وه. د هغې په باور، سعد محسني هېڅکله د بیان د ازادۍ، رسنیو او د ښځو د حقونو ریښتینی ملاتړی نه و او نه دی.
هغې د محسني وروستۍ څرګندونې هم غندلي او ویلي یې دي چې “په بېشرمۍ” سره ادعا کوي چې په افغانستان کې د ښځو ژوند عادي دی او هغوی ښوونځیو ته ځي.
سما د موبي ګروپ مشر “بېوجدانه سوداګر” بللی او ادعا یې کړې چې نوموړی د ټولنې د واقعیتونو پر ځای یوازې د شخصي مالي ګټو په فکر کې دی او د افغان ښځو پر برخلیک سوداګري کوي.
په دې نیوکو کې مریم سما د هغو کسانو پر چلند هم انتقاد کړی چې له سعد محسني سره پر یو مېز ناست وو. هغې په ځانګړي ډول د بي بي سي د خبریالې لایس دوست نوم یاد کړی او ویلي یې دي چې هغې د ښځې په توګه د دغو څرګندونو پر وړاندې چوپتیا غوره کړه.
سما ادعا کړې چې لایس دوست د محسني د خبرو پر مهال سر ښوراوه، چې دا د هغې په وینا د یادو خبرو د تایید معنا لري. هغې زیاته کړې چې دا لومړی ځل نه دی چې دغه خبریاله له داسې صحنو سره تړل کېږي.
مریم سما ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو او اوسني وضعیت په اړه باید حقیقتونه پټ نه شي او د رسنیو دا ډول چلند یې د واقعیتونو د تحریف هڅه بللې ده.
لیکوال:سعید سمیر








