د فرانسې خبري اژانس د طالبانو د ملي احصایې او معلوماتو ادارې په حواله راپور ورکړی چې د افغانستان د ځنګلونو پوښښ له ۲۰۱۱ کال راهیسې تر اوسه ۳۵ سلنه زیات شوی دی. د راپور له مخې، د ونو کرلو پروګرامونو پراختیا، د ځنګلونو د بیا رغونې پروژې او د سیمهییزو ټولنو ګډون د دې ودې مهم لاملونه بلل شوي دي.
د خپرو شویو شمېرو له مخې، د افغانستان د ځنګلونو ټولیزه ساحه د ۲۰۱۱ کال په پرتله زیاته شوې ده. خو راپور ټینګار کوي چې تر ۲۰۲۵ کال پورې لا هم یوازې ۲.۵ سلنه د افغانستان خاوره په ځنګلونو پوښل شوې ده او په ځینو سیمو کې د ځنګلونو د کمېدو بهیر لا هم دوام لري.
د شمالي کارولینا ایالتي پوهنتون څېړونکی، محمد ناصر شالېزی، وایي چې په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان د شوروي یرغل له پیل څخه د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ تر سقوط پورې، د هېواد شاوخوا ۵۰ سلنه ځنګلي پوښښ له منځه تللی و.
د هغه په وینا، د افغانستان په ختیځ کې پاکستان ته د لرګیو قاچاق د ونو د پراخې پرېکولو یو له مهمو لاملونو څخه و. همدارنګه، په مرکزي او شمالي سیمو کې چې د «پستې کمربند» په نوم یادېږي، د تودوخې او پخلي لپاره د لرګیو کارول د نباتي پوښښ د کمېدو لامل شوي دي.
خو شالېزی ټینګار کوي چې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د ځنګلونو د له منځه تلو بهیر د پام وړ کم شوی او د ساتنې اقداماتو مثبتې پایلې لرلې دي.
کارپوهان باور لري چې د افغانستان په څېر هېواد کې، چې پراخې او لرې پرتې سیمې او محدود دولتي امکانات لري، د ځنګلونو اداره د سیمهییزو ټولنو له خوا د طبیعي سرچینو د ساتنې او بیا رغونې له اغېزمنو لارو څخه ده.
د مرستندویه او پراختیايي بنسټونو فعالیتونه، چې له سیمهییزو ټولنو سره د ونو کرلو او د چاپېریال ساتنې د ارزښت په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو ملاتړ کوي، د ونو د شمېر په زیاتېدو کې مهم رول لوبولی دی.
کارپوهان په ورته وخت کې خبرداری ورکوي چې د پخوانیو ځنګلونو د ساتنې او په طبیعي سیمو کې د ځنګلي پوښښ د پراختیا لپاره لا ډېرو هڅو ته اړتیا ده، او تمرکز باید یوازې پر ښاري شنو ساحو محدود نه وي.
اپوروا اوزا، چې د آغاخان بنسټ د اقلیمي بدلونونو د برخې مسؤله ده، فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې په افغانستان کې هیلهبښونکي اقدامات روان دي، خو د اقلیمي بدلون او نړیوالې تودوخې د اغېزو پر وړاندې د مبارزې لپاره لا ډېرو پانګونو او هڅو ته اړتیا شته.
دغه بنسټ ویلي چې تر اوسه یې د افغانستان په اوو ولایتونو کې شاوخوا ۵۰۰ کوچني ځنګلونه (مایکرو ځنګلونه) جوړ کړي دي. د آغاخان بنسټ د افغانستان د کرنې برخې همغږې کوونکې، پریسا ملکزاده، وایي چې دغه کوچني ځنګلونه د ایکوسیستمونو په بیا رغونه، د خاورې د حاصلخېزۍ په زیاتولو، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت په پیاوړتیا او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخه کې مرسته کوي.
په همدې حال کې، د طالبانو چارواکو موخه ټاکلې چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۳۰ کلونو ترمنځ به په افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ونې کېنوي. د دې پروګرام د عملي کېدو لپاره د نادولتي بنسټونو، د ملګرو ملتونو د ادارو او خصوصي سکټور همکاري هم په پام کې نیول شوې ده.
د چاپېریال ساتنې ادارې د اقلیمي بدلونونو د څانګې رئیس، روحالله امین، ویلي چې تېر کال د اته میلیونه ونو د کرلو هدف ټاکل شوی و، خو په پای کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۷ میلیونه ونې کېنول شوې. د هغه په وینا، د روان کال هدف د ۹ میلیونه ونو کرل دي.
سره له دې پرمختګونو، د اوبو کمښت، د مناسبو او بومي ونو ډولونو ټاکل، وچکالي او د څارویو له خوا د نیالګیو زیانمنول لا هم د ځنګلونو د پراختیا بهیر ګواښي. د چاپېریال ساتنې ادارې د ارزونو له مخې، په ځینو سیمو کې د اوبو د کمښت او ناکافي پاملرنې له امله د ځنګلونو برخې زیانمنې شوي دي؛ له دې جملې یوه سیمه ده چې وچکالۍ پکې د جلغوزې شاوخوا ۷۰ سلنه ونې له منځه وړې دي.
د افغانستان په ځینو سیمو کې، سیمهییزې او قومي شوراګانې د ځنګلونو د ساتنې مسؤلیت پر غاړه لري او د طبیعي سرچینو د تخریب د مخنیوي لپاره سرغړوونکو ته جریمې ټاکي. همدارنګه، په ځینو ولایتونو کې د ځنګلونو د مدیریت ټولنې د کلیوالو او بزګرانو په ګډون جوړې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان هم له ۲۰۱۹ کال راهیسې د دغو ټولنو ملاتړ کړی او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې د شاوخوا پنځه میلیونه ونو د کرلو زمینه برابره کړې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








