TOOSnews
اعلان
شهزاد اريوبي: د ځيركو موبايلونو بنديز به خلک له انلاين اسانتياوو محروم كړي.
افغانستانټوس نیوز

شهزاد اريوبي: د ځيركو موبايلونو بنديز به خلک له انلاين اسانتياوو محروم كړي.

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخواني وزیر شهزاد اریوبي ویلي، که د امنیت ټینګښت هدف وي، نو د ځیرکو ټیلیفونونو د بندیز پر ځای باید امنیتي او تخنیکي سیستمونه پیاوړي شي.

اریوبي ویلي، د ځیرکو ټیلیفونونو بندیز نه یوازې امنیتي ستونزې نه حل کوي، بلکې د افغانستان د ډیجیټل کېدو بهیر هم زیانمنوي. د هغه په وینا، دغه ډول پرېکړې به خلک له ګڼو انلاین اسانتیاوو، برېښنايي خدمتونو، زده کړو او عصري اړیکو څخه بې‌برخې کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې په نننۍ نړۍ کې د ټکنالوژۍ محدودول د پرمختګ پر ځای شاته تګ ته لار هواروي او د معلوماتي ټکنالوژۍ د پراختیا پر بهیر منفي اغېز کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو حکومت د خپلو ملکي، نظامي او قضايي کارکوونکو لپاره د کامرې لرونکو او ځیرکو ټیلیفونونو د کارولو د محدودولو پرېکړه کړې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.