د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده د ځیرکو مبایلونو د کارولو د بندیز شفاهي فرمان، د دغه ډلې تر ادارې لاندې په ملکي او نظامي برخو کې په ټول افغانستان کې په یوه اجباري حکم بدل شوی دی.
په وروستیو ورځو کې، د طالبانو د مسئولانو غږیز پیغامونه د ښوونې او روزنې د کارکوونکو په هغو ګروپونو کې خپاره شوي چې د بلخ، میدان وردګ، بدخشان، پنجشېر، خوست، هلمند او د یو شمېر نورو ولایتونو کارکوونکي پکې شامل دي. په دې پیغامونو کې د رهبر امر د معارف آمرینو، د ښوونځیو مدیرانو، ښوونکو او نورو کارکوونکو ته ابلاغ شوی دی.
د میدان وردګو ولایت په یوه تازه خپور شوي غږیز پیغام کې ویل شوي چې د دې فرمان د پلي کېدو لپاره وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده. په پیغام کې ویل شوي چې پر ځیرکو مبایلونو بندیز به د نوي هجري قمري کال له پیل سره، چې د چهارشنبې د غبرګولي له ۲۷مې سره برابریږي، عملي شي.
په دې پیغام کې دا هم ټینګار شوی چې د ځیرک ټلیفون کارول، که په دنده کې وي او که په کور کې، منع دي. د پیغام له مخې، هغه کسان چې د دې حکم سرغړونه وکړي، له دندې به ګوښه شي او د قانوني تعقیب لپاره به اړوندو ادارو ته وسپارل شي.
همدارنګه، په یوه بل غږیز پیغام کې چې د بدخشان د یوه طالب چارواکي پورې تړل شوی، ویل شوي چې دا بندیز یوازې د رسمي وختونو پورې محدود نه دی، بلکې ټول وختونه رانغاړي.
د دې پیغام له مخې، ټول دولتي کارکوونکي، که نظامي ځواکونه وي او که ملکي کارکوونکي، او همدارنګه ټول هغه کسان چې د طالبانو له حکومت څخه معاش اخلي، اجازه نه لري چې په کار ځای، کور یا بل هر ځای کې ځیرک مبایلونه وکاروي.
په تېرو دوو اوونیو کې په ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې هم خپرې شوي چې پکې یو شمېر ملکي کارکوونکي او د طالبانو نظامي ځواکونه خپل ځیرک مبایلونه په کار ځای کې ماتوي او له کارولو یې لاس اخلي.
دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو مشر تېر کال هم د څو ورځو لپاره د انټرنېټ او مخابراتي شبکو د بندېدو امر کړی و، چې پراخ غبرګونونه یې راوپارول.
دغه محدودیت له درېو شپو ورځو وروسته لغوه شو، خو هغه مهال ځینو منتقدینو او حتی د طالبانو ځینو غړو ویلي وو چې له انټرنېټ پرته د ډېرو اداري چارو ترسره کول له جدي ستونزو سره مخ کېږي.
په همدې حال کې ځینې اټکلونه هم شته چې د طالبانو د کارکوونکو او د اړوندو ځواکونو لپاره د ځیرکو مبایلونو له بندیز وروسته، ښايي دا محدودیت په راتلونکي کې ځینو خصوصي ادارو او بالاخره عامو خلکو ته هم وغځول شي. خو تر اوسه په دې اړه کوم رسمي اعلان نه دی شوی.
لیکواله:سلیمه آریایي








